د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

د عراق پر کرد مېشتې سيمې د خپلواکۍ په اړه پر ټولپوښتنې اختلافونه


د عراق د شمال پر کرد مېشتې سيمې د خپلواکۍ په اړه پر ټولپوښتنې فشارونه او په دې اړه اختلافونه زيات شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترس پرون یکشنبه خبردارى ورکړ چې د عراق د شمال په کرد مېشته سيمه کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه به د داعش ډلې د ماتولو پلان او د هغو ښارونو د بيا جوړونې پروګرامونه شنډ کړي چې له سخت دريځو وسله‌والو تصفيه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس

د ملګرو ملتونو وياند سټيفان دوجاريک په يوه اعلاميه کې وويل، د ملګرو ملتونو سرمنشي د عراق ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او اتحاد ته درناوى لري او فکر کوي چې د عراق د فدرال حکومت او د کرد مېشتې سيمې د محلي حکومت ترمنځ اختلافات بايد، د خبرو اترو له لارې حل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د عراق پر ټولو رهبرانو غږ کړى چې د دې مسئلې په برخه کې له زغمه کار واخلي.

د عراق د کرد مېشتې سيمې او شااوخوا سيمو وکيلانو، د بغداد د چارواکو د غوښتنې برخلاف د يوې غير لازم‌الاجرا ټولپوښتنې پلان تصويب کړى دى.

يوازې ملګرو ملتونو په دې اړ مخالفت نه‌دى څرګند کړى، بلکې د ترکيې او ايران په ګډون، د عراق ګاونډيو هېوادونو هم چې د کرد اقليت زيات وګړي په‌کې مېشت دي، د دې ټولپوښتنې سخت مخالفت کړى دى.

په دې لړ کې ايران پرون خبردارى ورکړ چې که چېرې د عراق کردان وتوانېدل خپلواکي تر لاسه کړي، معنى يې دا ده چې د سرحدونو او امنيت په برخه کې ټول ترتيبات چې مخکې د تهران او د عراق د محلي حکومت ترمنځ ورباندې موافقه شوې وه، پاى ته رسېږي.

د ايران د ملي امنيت عالي شورا سکرټر علي شمخاني د ايران له يوې دولتي رسنۍ سره په مرکه کې وويل، سرحدي موافقې يوازې د عراق له مرکزي حکومت سره د اعتبار وړ دي، خو که چېرې د کردانو محلي حکومت د عراق له مرکزي حکومت څخه جلا کېږي، معنى يې دا ده چې ټول شريک سرحدي بندرونه بايد وتړل شي.

ده په خپلو خبرو کې وويل، د عراق له خاورې د کرد مېشتې سيمې جلا کېدل به، د ايران او کرد مېشتې سيمې ترمنځ امنيتي او پوځي موافقې ختمې کړي.

له دې ورهاخوا، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل، روانه اوونۍ د ټولپوښتنې پر مسئله د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال خبرې کوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان

ښاغلي اردوغان زیاته کړه:

"د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره به په امريکا کې وګورم او لکه څنګه چې ګورو، سره ورته هدف لرو، زموږ هدف د عراق د وېش مخنيوى دى، خو اوس د عراق په شمال کې محلي اداره «د عراق کورواکى محلي حکومت» د عراق د وېش پر لوري ګام اخلي."

اردوغان نيويارک ته تر روانېدو مخکې پرون دوشنبه په ترکيه کې له خبريالانو سره دا څرګندونې وکړې.

د عراق صدراعظم حيدر العبادي د شنبې په ورځ ويلي وو، کرد رهبران په دې ټولپوښتنې سره له اور سره لوبه کوي.

ده ويلي وو، که د رأيې اخیستلو په نتیجه کې تاوتریخوالی رامنځته شو، بغداد چمتو دی چې د ځواک په کارولو سره مداخله وکړي.

پرون بيا د عراق مرستيال ولسمشر نوري المالکي چې پخوا د عراق صدراعظم هم و، د دې ټولپوښتنې ملاتړو ته خبردارى ورکړ چې دغه ټولپوښتنه به د عراق پر ملي حاکميت او اتحاد خطرناکې اغېزې وکړي.

د عراقي کردانو د کورواکې سيمې رهبرانو ويلي چې په پام کې لري، دغه ټولپوښتنه راتلونکې دوشنبه وکړي.

په همدې حال کې لوېديځو هېوادونو هم د دې ټولپوښتنې په باب خپلې اندېښنې څرګندې کړي او ويلي يې دي چې دغه رأيه اچونه به په سيمه کې نورې لانجې وپاروي.

XS
SM
MD
LG