د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

ترکیې له روسیې نه د وسلو په پیرودلو سره د لوېدیځ اندېښنې رد کړي


انقرې د ترکیې پوځ ته د روسي وسلو د پیرودلو له پلوه د لوېدیځ اندېښنې رد کړي دي او وايي، ترکیه به بیاهم د ناټو متحده وي.

وروسته له دې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د پوځ لپاره د روسي وسلو د پیرودلو له پلوه د لوېدیځ اندېښنې رد کړې، انقره وايي چې ترکیه به له ناټو سره متحده پاتې شي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د انقرې او مسکو ترمنځ ښه اړیکي له لوېدیځ سره د ترکیې د اړیکو د پرې کولو په معنا نه ده.

"له روسیې څخه د اس څلور سوه دافع هوا سیسټم د پیرودلو معاملې چې انقرې د سې شنبې په ورځ اعلان کړه، د ناټو ځینې غړي هېوادونه سخت اندېښمن کړل، دا تر ټولو مهمه وسله ده چې ترکیه یې د ناټو له حلقې له یوه وتلي هېواد څخه رانیسي او بیه یې شااوخوا دوه نیم میلیارډ ډالر اټکل کېږي."

دې معاملې د ناټو له پوځي تجهیزاتو سره د دې سیسټم د تخنیکي مطابقت له پلوه هم د لوېدیځ اندېښې پارولې دي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، په عمومي ډول دا ښه خبره ده چې د ناټو غړي له مقابل لوري څخه تجهیزات پیري خو د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر- ناویرت وویل، که ترکیه لکه څنګه چې ویل کېږي له روسیې څخه اس څلور سوه سیسټم پیري نو طبعاً دا به د امریکا لپاره د اندېښنې وړ خبره وي.

د ترکیې ولسمشر طیب رجب اردوغان
د ترکیې ولسمشر طیب رجب اردوغان

ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال د لوېدیځ اندېښنې بېځایه وبللې او ویې ویل، دې معاملې لوېدیځوال لیوني کړي خو ده زیاته کړه چې ترکیې د خپلې دفاع پرېکړه کړې او بیا به یې هم وکړي.

ترکیه چې د ناټو په غړو هېوادونو کې ترټولو لوی پوځ لري، د ناټو لپاره خورا زیات مهم دی ځکه دا هېواد چې له ایران، سوریې او عراق سره ګډې پولې لري د ناټو لپاره ستراتيژیک اهمیت لري.

خو د ناټو له غړو سره د دې هېواد اړیکي په دې وروستیو کې سخت زیانمن شوي.

ولسمشر اردوغان له کرد وسله والو څخه چې په سوریه کې د داعش ډلې پرضد جنګېږي د امریکا د ملاتړ له کبله سخته اندیښنه ښودلې.

ترکیه کرد وسله وال د کردستان د کارګرانو له ګوند پي کې کې سره چې په تېرو درېیو لسیزو کې د ترکیې په جنوب کې له دولتي ځواکونو سره په جګړو کې ښکیل دی، تړلې بولي.

XS
SM
MD
LG