د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

م.م: بنګله دېش ته د تښتېدلو روهنګیايي مسلمانانو شمېر څه کم۴ لکو ته رسېدلی


د ملګرو ملتونو بشري مرستندویه ادارې وايي، په میانمار کې د تاوتریخوالي د پېښو له امله بنګله دېش ته د اوښتو روهنګیا مسلمانانو شمېر درې لکه او نوي زرو ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند په نیویارک کې وویل یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بنګله دېش ته د رسېدونکو روهنګیا کډوالو شمېر لس زره و.

ملګري ملتونه وايي، د روهنګیا کډوالو ۶۰ په سلو کې ماشومان دي او دا کډوال د سرپنا،خوراکي موادو او دارو درملو د نه شتون په شمول له سختو ستونزو سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپله تازه اعلامیه کې ویلي د میانمار یا پخوانۍ برما د امنیتي ځواکونو لخوا په سیسټماټیک ډول د روهنګیا د وګړو د کلیو د سوځولو په اړه يې مستند شواهد ترلاسه کړي دي.

د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د پنجشنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال سره په یوه ګډ خبري کانفرانس د روهنګیا خلکو کړاونه وحشت ناک وبلل او د میانمار د نوبل جایزې ګټونکي انګ سانسوچي څخه يې وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه په استفادې د دې هېواد د مسلمان اقلیت پر ضد د روان تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د بریتایې د بهرنیو چارو وزیر.
د بریتایې د بهرنیو چارو وزیر.

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو پوهېږی چې زه د ډیموکراسۍ لپاره د انګ سانسوچي هڅې ستایم، زه فکر کوم په نړی کې زیات کسان دا ستايي خو فکر کوم اوس د هغې لپاره مهمه ده چې هم هغه اخلاقي مسؤلیت ادا او له خپل واک څخه د راخین د خلکو د کړاونو په مسئله استفاده وکړي."

برتانيې د روهنګیا له کډوالو سره د ۳۳ میلیونو ډالرو د بشري مرستې اعلان هم کړی دی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په خبره په بنګله دېش کې به دغو کډوالو ته د اسانتیاو برابرولو پر چارو ولګېږي.

د اروپا پارلمان هم پرون د یوه پریکړه لیک په تصویبولو د میانمار پر حکومت غږ وکړ چې په سمدستي توګه د روهنګیا مسلمانانو د وژلو،ځورولو او پر هغوی د جنسی تېریو مخه ونیسي.

په میانمار کې د تېرې اګست میاشتې له ۲۵ نېټې راهیسې د دې هېواد په راخین ولایت کې د روهنګیا اقلیت پر ضد د تاوتریخوالي د تازه لړۍ د پیلېدو راپورونه خپاره شول.

روهنګیا مسلمانان وايي، د میانمار بودایان او حکومتي ځواکونه دوی وژني او کورونه يې سوځوي.

خو د میانمار حکومت وايي، امنیتي ځواکونو د هغو وسله والو پر ضد عملیات کړي دي چې په راخین ولایت کې يې پر پولیسو بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG