د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

په سوات کې د دوو کتابونو مخکتنه وشوه


د خیبر پښتونخوا صوبې په سوات سیمه کې "په ټپه کې مادي فوکلور" او "په سوات کې د ماشومانو زړې لوبې" په نامه د دوو نویو چاپو شویو کتابونو د مخکتنې غونډه وشوه چې د سوات او خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو لسګونو لیکوالو، شاعرانو او مدني فعالانو په کې برخه واخیسته.

د دغو دواړو کتابونو چې د مخکتنې غونډه یې د دوشنبې په ورځ د سوات په مینګوره ښارګوټي کې د "سواستو هنري او کلتوري ټولنې" په مرسته جوړه شوې وه، لیکوال شاه وزیر خان خاکي نومېږي.

ددغه کلتوري او هنري ټولنې یوه غړي عطاء الله جان له ازادي راډیو سره په خبرو کې د شاه وزیر خان خاکي د دغو دوو کتابونو د منځپانګې په اړه وویل، دا کتابونه د پښتو پر کلتور و فولکلور لیکل شوي چې په سوات کې د ماشومانو د پخوانیو لوبو او په ټپو کې د مادي فوکلور موضوعات پکې څېړل شوي دي.

نوموړی په دې اړه زیاتوي:

"لومړی کتاب چې دی پښتو ټپه کې مادي فوکلور د دې کتاب محتوا دا ده چې په پښتو ټپه کې د مادي فوکلور څومره ذکر شوی دینو هغه ټولې ټپې یې راغونډې کړي او په اړه یې ډېرې زیاتې خوندوې او ګټورې خبرې کړي دي. دوېیم کتاب هغه په سوات کې د ماشومانو زړې لوبې نومېږي. دا هغه لوبې دي، چې د سوات ماشومانو په وړوکوالي کولې. دغه ولسي او علاقايي لوبې دي. نو دغه دوه کتابونه د پښتو په ولسي ادب کې ډېره ستره زیاتونه ده."

د غونډې ځینو ګډونوالو لیکوالو و شاعرانو دغې غونډې ته ویناوې هم وکړې او د پښتو فولکوریک ادب د ودې په لړ کې یې د شاه وزیر خان خاکي هڅه وستایله.

یوې ګډونوالې عذارا نفیس یوسفزۍ په دې اړه غونډې ته پخپلې وینا کې وویل:

"زما په خیال دا پښتو کلتور و ثقافت ته او پښتوژبې ته یوه ډېره لویه اثاثه ده او پکار دا ده، چې داسې نور کتابونه ولیکل شي."

د کتابونو لیکوال شاه وزیر خاکي غونډې ته پخپلې وینا کې د فولکلوریک ادب ډګر ډېر پراخ وباله او په دې لړ کې یې د خپلو کتابونو چاپول یوه وړه هڅه وبلله:

"یقیناً چې دا میدان ډېر وسیع دی خو ما تاسو ته اول دا اعتراف وکړ، چې د یو فرد به همدا کوشش وي."

پر مقالو او ویناوو سربېره په دغه غونډه کې ګډونکوونکیو شاعرانو مشاعره هم وکړه.

د یادنې وړ ده، چې ددغې مخکتنې ګډونوالو ددغې غونډې په پای کې د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومته وغوښتل، چې د سوات ادبي کړیو د ادبياو هنري هلو ځلو لپاره دې ودانۍ جوړه کړي او همداشان دې په سوات پوهنتون کې پښتوڅانګه هم پرانېزي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00
مستقیم لېنک

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG