د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

قاضي: د افغانستان قضیه نظامي حل لاره نه لري، باید سیاسي حل شي


د افغانستان د سولې او نجات شورا په افغانستان کې پوځي انتخاب د ستونزې حل نه ګڼي او په بین الافغاني خبرو ټینګار کوي.

دغه شورا وایې، د جنګ ښکېلې غاړې د یو بل د له منځه وړلو توان نه لري او په دې هېواد کې د ستونزو د هواري یوازینۍ لار، سیاسي حل لاره ده.

د دې شورا رئیس ګل رحمان قاضي د یکشنبې په ورځ په یوه ناسته کې وویل چې یوازنې د حل لار روغه جوړه ده، خو د ده په وینا افغان حکومت د دوامدارې سولې لپاره روښانه پروګرام نه لري.

د افغانستان د سولې او نجات شورا رئیس ګل رحمان قاضي
د افغانستان د سولې او نجات شورا رئیس ګل رحمان قاضي

ښاغلي قاضي وویل:

"د افغانستان قضیه پوځي حل لاره نه لري، په افغانستان کې پوځي انتخاب په مطلق ډول ناکام دي، که له پوځي لارې یې امکان لرلای، امریکا به له خپلو متحدینو سره په افغانستان کې سوله ټنګه کړې وای، خو جنګ ډېر شو."

هغه همدا راز وویل چې په افغانستان کې روان جنګ د بهرنیو هېوادونو په ګټه دی او د افغانانو لپاره له بدبختیو پرته، نور څه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه او په خپلو خبرو کې یې ویلي، که طالبان د سولې لار خپله نه کړي، نو وبه ځپل شي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې ویلي وو چې د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو لپاره زیات وخت نه لري او د جګړې د دوام په صورت کې به وځپل شي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ویلي چې د سولې بهیر ته د طالبانو د حاضرېدو لپاره به، پر دغې ډلې خپل وروستي فشار ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د سولې او نجات شورا مرستیال او د کابل پوهنتون استاد موسی فریور په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پر یوالي ټینګار کوي.

ښاغلی فریور زیاتوي:

"که سوله د ګاونډیو او بهرنیانو په ګټه وای، له دې وړاندې باید تامین شوې وای، خو په ګټه یې نه ده، غواړي جګړې ته دوام ورکړي، نو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملت ګډې هڅې غواړو."

د افغانستان جمهوری ریاست د سولې او نجات شورا د غوښتونو او انتقادونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند امین الدین مظفري وايي، د سولې لپاره ځانګړې ستراتیژي چمتو شوې، د خبرو لپاره د فرصتونو زمینه په پام کې نیول شوې ده.

ښاغلي مظفري وویل:

"د سولې ځانګړې ستراتیژي مو اماده کړې ده چې د وسله والو مخالفینو له مشرانو سره د اړیکو او د خبرو د زمینې د برابرولو په ګډون، پړاوونه په پام کې نیول شوي او په ټولو برخو کې فعالیتونه دوام لري."

د سیاسي چارو کارپوه بشیر بيژن وايي چې د سولې کیلي په پاکستان کې ده او باید د دغه بهیر د بریالي کېدو لپاره، پر پاکستان فشار راوړل شي.

د نوموړي په خبره، تر هغې چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې رښتینې همکاري ونه کړي، د سولې پروسه کې د طالبانو د راوستو هڅې به نتیجه ورنه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG