د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

سرپل والي: د میرزا اولنګ ځمکنیو عملیاتو کې باید ځنډ نه وای راغلی


د سرپل والي وايي، د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې د بېرته نیولو لپاره د ځمکنیو عملیاتو په پیل کې باید ځنډ نه وائ راغلی.

د صیاد ولسوالۍ میرزا اولنګ سیمه له څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

د ملي دفاع وزارت وايي، په سیمه کې د ځمکنیو عملیاتو د پیل لپاره تیاري لري.

په دې سیمه کې هوايي عملیات د چهار شنبې په ورځ پیل شول.

ظاهر وحدت
ظاهر وحدت

خو د سرپل والي محمد ظاهر وحدت پرون پنجشنبه مازدیګر خبریالانو ته وویل:

"که زه د جګړې قوماندان وائ، په هماغه لومړۍ شېبه کې چې قواوې را رسېدلې وې، ښايي ما جنګ پېل کړی وائ، خوښايي زموږ امنیتي ځواکونه پلانونه جوړوي او دا پروګرامونه ښايي وخت نیسي نو له دې امله به ځنډ شوی وي."

د سرپل د والي ویاند بېګا وویل، ورته ویل شوي چې په یوه یا دوو راتلونکو ورځو کې به د میراز اولنګ د بېرته نیولو لپاره ځمکني عملیات هم پېل شي.

د والي ویاند، ذبیح الله اماني له سرپله په ټلیفوني مرکه کې ازادي راډیو ته څرګنده کړه:

"په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په مشرۍ ځمکني او هوايي ځواکونه سرپل ته رسېدلي دي، هغوی د عملیاتو په پلان لګيا دي او ان شاءالله ډېر ژر به ځمکني عملیات پیل شي."

ذبیح الله اماني زیاته کړه چې په وروستیو دوو ورځو کې د وسله والو پرضد هوايي عملیات بریالي و.

اماني: هوايي عملیات بریالي وو.
اماني: هوايي عملیات بریالي وو.

د هغه په وینا، په سرپل کې پرون په هوايي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان چې په "مسافر" مشهور و، وژل شوی دی.

ذبیح الله اماني زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو دې قوماندان په میرزا اولنګ کې د ملکي وګړو په قتل کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لويې څارنوالۍ پرون اعلان وکړ چې په مرزا اولنګ کې د ملکي خلکو د قتل او بشري ضد جنایت نښې لیدل شوې.

لوی څارنوال وویل چې په میرزا اولنګ کې د وضیعت په اړه هر اړخیزه څېړنه وشي.

د ازادي راډیو خبریال وايي، لسګونه کورنۍ په صیاد ولسوالۍ او په ځانګړي ډول له میرزا اولنګه د جګړې له امله تښتېدلې او له سخت حالت سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG