د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

دفاع وزارت: له ناوې ولسوالۍ وروسته د هلمند نورې ناامنې سیمې هم تصفیه کوو


د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونه غواړي چې د هلمند له ناوې ولسوالۍ وروسته د دغه ولایت نورې ناامنې سیمې هم تصفیه کړي.

افغان امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ د ناوې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل، خو د ماینونو د موجودیت له کبله‌یې د ولسوالۍ تر مرکزه ورو-ورو پرمختګ وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري په وینا پرون دوشنبه د ناوې ولسوالۍ مرکز په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

ده ازادي راډیو ته وویل:

"مخالفینو ته ډېر تلفات رسېدلي، له نېکه مرغه موږ تلفات نه‌لرو. کله چې د ناوې ولسوالۍ ټوله تحکیم شي، تصفیه مکمله اجرا شي بیا زموږ قطعات او جزوتامونه نور پلان لري چې په نورو سیمو کې چې امنیت‌یې کمزوری دی یا تهدیدات لوړ دي یا هغه سیمې چې د دښمن په لاس کې دي په تصفیه باندې یې پیل وکړي او هغه هم له دښمنه خلاصې کړي."

ناوه ولسوالۍ د تېر کال د اکټوبر په میاشت کې هغه مهال طالبانو ونیوله چې په یوه زغره‌واله نقلیه وسیله کې اېښودل شوي چاودېدونکي مواد د ولسوالۍ په دولتي ودانیو کې وچاودل شول.

تېر کال وسله‌وال طالبان په هلمند کې لاس‌بري ښکارېدل، څو ولسوالۍ یې یو په بل پسې ونیولې او افغان امنیتي ځواکونو چې دفاعي حالت درلود، یوازې د ولایت مرکز له بشپړ سقوطه وساتلی شو.

د دفاع وزارت ویاند په دې باب چې سږ کال ولې افغان امنیتي ځواکونو تهاجمي حالت خپل کړی، وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او تجهیزات ښه شوي دي.

وزيري زیاته کړه:

"پروسږ کال موږ په هلمند کې په ښه حالت کې نه‌و، زموږ قوتونو که څه هم هلمند وساته خو دومره قوت چې زموږ ځواکونه‌یې سږ کال لري پروسږ کال‌یې نه‌درلود. سږ کال یو علت دا دی چې زموږ قوتونه کاملاً اکمال شوي دي، د دې عملیاتو لپاره‌یې کاملاً آمادګي نیولې ده، هغه برخې چې کمزورې وې تقویه شوې دي او د دې تر څنګ زموږ هوايي ځواکونه پیاوړي شوي دي. زموږ له قوتونو سره ښه مرسته کولای شي او بل دا چې په هلمند کې موږ د بې‌پیلوټه الوتکو یو کشفي سیسټم لرو هغو هم ډېره مرسته کړې ده."

جنرال وزیري وايي چې بې‌پیلوټه الوتکو د دولت د وسله‌والو مخالفانو د مورچلو په موندلو او کشفي چارو کې اغېزمن رول لوبولی دی.

راپورونه وايي چې د هلمند په وروستۍ جګړه کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ځواکونو هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.

د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو په هلمند کې یو شمېر سیمې چې نړیوالو او افغان ځواکونو په ګډه تصفیه کړې وې، بېرته ونیولې.

اوس د هلمند نوزاد، باغران، دیشو، خانشین، موسي‌کلا او سنګین ولسوالۍ لا هم د طالبانو په کنټرول کې دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ټولو سیمو د تصفیې اراده لري.

XS
SM
MD
LG