د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

شپږ افغان نجونې سبا په امریکا کې د روبوټ نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي


د هرات شپږ زده کونکې سبا یکشنبه په واشنګټن کې خپل ابتکار د روبوټ نړیوالې سیالۍ ته وړاندې کوي.

دا شپږ زده کونکې چې امریکا ته د تګ لپاره د وېزې د غوښتنې ردېدلو یې په مطبوعاتو کې غوغا جوړه کړه، بلاخره د جمعې په ورځ د کابل له نړیوال هوايي ډګره د متحدو ایالاتو پر لور روانې شوې.

هغوی به سبا د جولای شپاړسمه په واشنګټن کې، خپل روبوټ نړیوالې سیالۍ ته وړاندې کړي چې د ۱۶۰ هېوادونو زده کونکي ګډون پکې لري.

دې شپږو زده کونکو د اوبو پاکولو روبوټ جوړ کړی دی.

د دې شپږ کسیزې ډلې یوې غړې ليدا، ترتګ مخکې، په هرات کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دوه وارې په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفارت د وېزې له ورکولو ډډه وکړه چې دوی یې زیاتې مایوسې کړې وې.

خو وايي کله چې زېری ورباندې وشو چې امریکا ته سفر کولائ شي، خوشالي یې حد نه درلود.

«کله چې موږ ته د تګ اجازه راکړه ډېرې خوشحاله شوو»
«کله چې موږ ته د تګ اجازه راکړه ډېرې خوشحاله شوو»

لیدا وايي:

"موږ ته یې ناڅاپي خبر راکړ چې موږمنل شوې یو او زیاتې خوشاله شوو، کله چې زما ملګرې او ښوونګي خبرې شوو چې امریکا ته د تګ اجازه راکړ شوې، ډېر خوشاله شوو."

لیدا او د هغې ملګرو دوه وارې د امریکا د متحدو ایالاتو له سفارته د وېزې غوښتنه کړې وه.

خو غوښتنه یې رد شوې وه چې په امریکايي مطبوعاتوکې يې غوغا جوړه کړه.

یوشمېر کسانو د امریکا پر متحدو ایالاتو نیوکه وکړه چې په افغانستان کې یې پوځي ماموریت روان دی او دې نجونو ته د وېزونه ورکول، ټول افغان ولس ته مایوسونکی پیغام ورکولائ شي.

تر ډېرو بحثونو وروسته، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر په مسئله کې مداخله وکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د کورني امنیت ادارې په کم وخت کې هغوی ته د لسو ورځو لپاره امریکا ته د تګ اجازه ورکړه.

د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر لور پر ټویټرلیکلي چې دا له افغانستانه د شپږ نجونو، زده کونکو او د سیالۍ د نورو ګډونکونکو د لېدو او هرکلي په تمه ده.

رپوټونه وايي چې د امریکا حکومت له ګمبیا هم زده کونکو ته د ځانګړو شرایطو له مخې، متحدو ایالاتوته د تګ اجازه وکړې ده.

XS
SM
MD
LG