د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

عبدالله: امنیتي لیکو کې یو لړ ستونزې د نړیوالې ټولنې د نیوکو لامل شوي


د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، په امنیتي لیکو کې یو لړ ستونزې د دې لامل شوي چې نړیواله ټولنه ورته کله کله ګوته ونیسي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ‌يې د وزیرانو یوې ځانګړې ناستې ته خبرې کولې وویل چې په امنیتي سکټور کې اصلاحات راوستل د وخت اړتیا ده او حکومت په دې برخه کې ځینې ستونزې په نښه کړې دي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا یوې ځانګړې ناستې ته وویل چې امنیتي سرتېرو ته پر وخت معاش او د شهیدانو کورنیو ته په خپل وخت اکرامیه نه‌ورکول او ټپیانو ته پر وخت نه‌رسېدنه هغه ستونزې دي چې افغان سرتېري ورسره مخ دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"زموږ د ژمنو یوه اساسي برخه اصلاحات راوستل دي، په همدې خاطر زما د نن ورځې په کاري اجنډا کې په امنیتي برخه کې د اصلاحاتو راوستل دي، د امنیتي سکټور په برخه کې د معاشاتو په توزېع کې ستونزې موجودې دي، ځيني معاشونه په ځنډ ورکول کېږي او په دې برخه کې شکایتونه موجود دي."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله زیاتوي، له اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوي، څو دغو ستونزو ته د حل یوه عملي لاره پیدا کړي.

عبدالله عبدالله دغه‌شان زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت بهرني مرسته کوونکي د معاشونو د ورکړې په څرنګوالي راضي نه‎دي او په کار ده چې په دې برخه کې انتقادونو ته رسېدنه وشي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي چې تر اوسه افغان دولت پر دې نه‎دی توانېدلی چې د امنیتي ځواکونو معاشونه په سمه توګه توزېع کړي.

سیګار ادعا کړې چې په دغه مدیریت کې افغان دولت په بشپړه توګه ناکام دی.

سیګار په دې اړه په خپل خپور کړي راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې که د امنیتي ځواکونو ستونزې جدي ونه‌ګڼل شي، نو په دې برخه کې به د نړیوالې ټولنې مرستې ضاېع شي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت او د امنیتي سرتېرو په لیکو کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه.

غني د امنیتي سرتېرو په لیکو کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه.
غني د امنیتي سرتېرو په لیکو کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه.
  • خو اوس پوښتنه دا ده چې افغان ځواکونو ته پر وخت د معاشونو نه‌ورکول څه ستونزې پېښوي؟

د پوځي چارو کارپوه محمد انور سلطاني يې په اړه زادي راډيو ته وویل:

"دا ستونزې په سوق او اداره، مدیریت، د افسرانو او سرتېرو په تېښته او د سرتېرو په مورال منفي تأثیرات لري او په حقیقت کې د دښمن ژرندې ته اوبه اچول دي چې چارواکي يې په غفلت کې ترسره کوي."

ښاغلی سلطاني وايي، افغان حکومت باید یادو ستونزو ته پاملرنه او د حل لارو په برخه کې یې هم جدي هلې ځلې وکړي.

دی وايي، که څه هم حکومت د افغان ځواکونو د معاشونو د ورکړې په برخه کې د نوي سیسټم د جوړېدو هم ویلي، خو تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه‎دی شوی.

د یادونې وړ ده چې د افغان ځواکونو معاشونه اوس مهال د یو شمېر بانکونو له لارې ورکول کېږي چې ډېر ځله د ورکړې پر مهال امنیتي پېښې رامنځته شوي چې مرګ ژوبله‌یې هم وراړولې ده.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG