د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

دفاع وزارت: افغان ځواکونه د داعش ډلې د له منځه وړلو توان لري


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په افغانستان د داعش فعالیتونه د اندېښنې وړ نه دي او افغان امنیتي ځواکونه د دې ډلې د له منځه وړلو توان لري.

دفاع وزارت وايي، سره له دې چې داعش ډله په سیمه ییزه او نړیوال کچه ملاتړ کوونکي لري، خو بیا هم دغه ډله نه ده توانېدلې چې په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

د دغه وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې داعش ډله تر هغې چې امکانات او وس لري هڅه کوي چې وجنګېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"داعش يوه ساده نه بلکې ډېره خطرناکه ډله ده، دوی ډېر مهم ملاتړ کوونکي او امکانات لري او د مفکورې په لحاظ تر هغې چې دوی کولای شي جنګېږي، خو کوم پېل چې دوی وکړ او کوم پلان چې دوی درلود چې د ننګرهار ولایت په سرحدي سیمو کې د خراسان په نوم خپل مرکز اعلان کړي خپلو دغو لویو اهدافو ته ونه رسېدل."

ښاغلي بهرامي وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو د داعش ډلې د مرکزونو له منځه وړلو په هدف ۱۲ لوی عملیاتونه ترسره کړي چې په پایله کې د دغه ډلې د يو شمېر قوماندانو په ګډون ډېری غړي يې هم وژل شوي او مرکزونه يې هم له منځه تللي.

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لخوا د داعش نیول شوی مرکز.
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لخوا د داعش نیول شوی مرکز.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې داعش ډلې د القاعده شبکې پخوانی مهم مرکز توره بوره چې په ننګرهار ولایت کې موقعیت لري،د طالبانو او داعش ترمنځ له نښتې وروسته د داعش ډلې لاس ته ورغلې.

خو امنیتي مسؤلین وايي چې د تورې بورې له نیولو نه د داعش هدف تبلیغاتي بڼه لري او افغان امنیتي ځواکونو يې د له منځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات پیل کړي.

بلخوا د ختیځو ولایتونو استازو د ملي امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي چې که حکومت په ننګرهار کې د داعش ډلې په خلاف جدي اقدامات و نه کړي نو دوی به پخپله لاس په کار شي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي چې داعش په سیمه ییزه او نړیواله کچه ملاتړ کوونکي لري او په افغانستان کې د دې خطرناکې ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ دي.

له ډلې يې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند.

"له دې امله د اندېښنې وړ دی چې همدا اوس دوی له طالبانو څخه د تورې بورې ستراتیژیکه نقط نېولې او دوی د هېواد په ختیځ همدارنګه په سرپل او زابل کې هم فعاله دي، د دوی جلب او جذب دوام لري او خپلو ځواکونو روزنه ورکوي."

ښاغلی يارمند وايي، د داعش ډلې ترشاه په نړیواله اوسیمه ییزه کچه هېوادونه او ډلې شته چې د دوی ملاتړ کوي او ورته امکانات برابروي.

دی وايي، داعش ډلې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو او سیمو خلکو ته ستونزې پیدا کړي چې له امله يې خلک اندېښمن دي او حکومت ته په کار ده چې د دغه ډلې په وړاندې لوی عملیاتونه پلان کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG