د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

افغان او پاکستاني کرکټ بورډونو پر یو لړ مسابقو موافقه وکړه


د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو د دواړو هېوادونو تر منځ د یو لړ مسابقو په کولو موافقه وکړه.

دا موافقه پرون په لاهور کې د پاکستان او افغانستان د کرکټ بورډونو د مشرانو تر منځ په کتنه کې وشوه.

افغان کرکټ بورډ وايي، د دې موافقې له مخې افغان او پاکستاني ټیمونه به په خپلو کې ۲ شل اوریزه سیالي کوي او پاکستان به افغان لوبغاړو ته خپل یو لوبغالی ورکړي.

دغه‌راز موافقه شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټیمونو تر منځ به یو سریز او د الف او سیمه‌ییز ټیمونو تر منځ به هم یو لړ مسابقې کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل وویل کرکټ او نور سپورټونه باید له سیاست لیرې وي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه:

"پر دواړو خواو باید د حکومتونو سیاست اغېز ونه‌لري، موږ دواړه لوري به هڅه وکړو چې سپورټ په ځانګړي ډول کرکټ د دواړو هېوادونو له سیاست څخه لیرې وساتو."

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ لومړنۍ شل اوریزه سیالي په راتلونکې جولای میاشت کې په افغانستان او دوهمه په اګسټ کې په پاکستان کې وشي.

خو د دواړو ټیمونو تر منځ د سیریز د نېټې په اړه لا څه نه‌دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG