د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

ملي ارمان: د طالبانو ګواښونو فوق العاده جدي شوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د امنیتي ستونزو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

اصلاح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې کابل ښاریان په دې ورځو کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو شکایت لري.

په سرمقاله کې راغلي د دوی اندېښنه یوازې د انتحاري حملو په اړه نه‎ده، بلکې د سرمقاله لیکونکي په وینا وژنو، تښتونو او غلاوو هم دوی اندېښمن کړي دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، خلک دا پوښتنه لري چې د دې ټولو امنیتي تدابیرو سره ـ سره چې امنیتي ارګانونه یې ادعا کوي، دغه کسان څنګه په وسلو او مهماتو سمبال ښارته ننوځي او دا شان جرایم ترسره کوي؟

هغه پوښتنه چې د ده له نظره بې ځوابه پاتې ده او هغه معما چې لا حل شوې نه‎ده.

مسیر ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په غزني کې د ناپېژندو هلیکوپټرو د ناستې موضوع راخېستې.

هغه هلیکوپټرې چې د سرمقاله لیکوونکي په وینا خلک یې ویني خو حکومت یې نه ویني.

په سرمقاله کې راغلي، د وسله‎والو تر ولکې لاندې سیمو کې د ناپېژندو هلیکوپټرو د ناستې ادعا عادي او ساده نه‎ده، بلکې د سرمقاله لیکونکي په باور دا جدي ادعا ده او معنی یې دا ده چې هغه څوک د افغان حکومت د وسله‎والو مخالفینو ملاتړ کوي چې د دغه هېواد هوايي حریم یې په واک کې دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي، دا چې د څېړنو لپاره پلاوي ټاکل کېږي او نتیجه یې بیا نه معلومېږي دا د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې نن لیکلي، د طالبانو ګواښونو فوق العاده جدي شوي او ان ویل کېږي چې د کابل دروازو ته نېږدې شوي دي.

سرمقاله لیکونکي لیکي چې په داسې یو حالت کې باید جدي امنیتي تدابیر ونیول شي او د افغانستان نړیوال ملاتړي که رېښتیا هم غواړي د دغه هېواد د امنیت په برخه کې مرسته وکړي نو د امنیتي ځواکونو اړتیاوو ته دې پاملرنه وکړي.

په سرمقاله کې د افغان ځواکونو وړتیا ستایل شوي او ویل شوي چې که دوی ښه تجهیز شي د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې د مبارزې ښه توان په کې موجود دی.

XS
SM
MD
LG