د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ته ینج: جنرال دوستم ترکیې ته د درملنې لپاره تللی


د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته ځینې نېږدي کسان او یو شمېر افغان چارواکي وايي چې جنرال دوستم د روغتیايي معاینانو لپاره ترکیې ته تللی دی.

د جنبش اسلامي ویاند او د ولسي جرګې غړي بشیر احمد ته ینج، ترکیې ته د جنرال دوستم د سفر هدف، په هغه هېواد کې د ده د کورنۍ د غړو لیدل او د روغتیايي معایناتو بشپړول بولي.

ښاغلي ته ینج د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه سفر د جنرال دوستم د شخصي تصمیم له مخې، له حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شوی دی.

بشیر احمد ته ینج.
بشیر احمد ته ینج.

نوموړي زیاته کړه:

"د سفر هدف یې چک اپ یا روغتیايي معاینات دي، ولسمشرۍ ماڼۍ او اړوند دولتي چارواکي په جریان کې دي، جنرال صاحب تصمیم ونیو او ترکيې دولت مرسته وکړه چې یوه الوتکه د ده خدمت ته اماده کړي، افغان حکومت په دې باب هېڅ مداخله نه لري."

ښاغلي ته ینج وویل، جنرال دوستم له ترکي چارواکو سره په لیدنه کې، له افغانستان سره د ترکیې مرسته غوښتې او د روغتیايي معاینانو له بشپړېدو سره به، درې اوونۍ وروسته هېواد ته راستون شي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د خپرونو د سلا کار یاسین خموش د معلوماتو له مخې، ښاغلی دوستم تېره شپه د روغتیايي معایناتو لپاره ترکیې ته لاړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي هم د شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې، ترکیې ته د جنرال دوستم د سفر په اړه داسې وویل:

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

"تاسو په جریان کې یاست چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال په عدلي اوقضايي برخه کې یوه دوسیه هم لري او تمه ده چې برخه لیک یې روښانه شي، خو اوس د درملنې لپاره ترکیې ته تللی، هیله ده ژر بېرته راستون شي."

تېرکال پر عبدالرشید دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي لخوا تور پورې شو چې دی یې جنسي ځورولی دی او دا هغه ادعا ده چې د جمهور رئیس لومړي مرستیال رد کړې ده.

له دغې ادعا څه موده وروسته جنرال دوستم دفتر ته حاضرنه شو او په کابل کې په خپل په کور کې اوسېده.

د ولسمشر مېرمن بي بي ګل غني ویلي و چې جنرال دوستم په کورني حبس کې دی، خو د جمهور رئیس د لومړي مرستیال دفتر، دا ادعا هم رد کړه.

په ورته وخت کې ځینې کارپوهان ترکيې ته د جنرال دوستم د سفر په اړه بېلا بېل نظرونه لري.

افغان کارپوه ناصر شفیق په دې باور دی چې جنرال دوستم د افغان او د ترکیې د حکومتونو د تفاهم له مخې هغه هېواد ته تللی او بله دا چې افغان حکومت د دوستم د محاکمه کولو توان نه لري، نوځکه ترکیې ته ولېږل شو.

نوموړي زیاته کړه:

"که جنرال دوستم د لته پاتې شي، امکان لري چې څارنوالۍ ته د معرفي کېدو له امله حاضر نه شي او حکومت ته ستونزې پېښې شي او که څارنوالۍ ته وروپېژندل شي، حکومت یې د محاکمه کېدو توان نه لري ځکه چې ګمان کېده د دوستم قوم به راپورته شي، د همدې له امله وغوښتل شول چې له حکومتوالۍ لېرې وي او له محاسبې خلاص شي."

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی وايي، که دوستم د درملنې لپاره ترکیې ته تللی وي، باید په یوه میاشت کې بېرته هېواد ته راستون شي.

د ده په خبره که له یوې میاشتې زیات په ترکیه کې پاتې شي، امکان لري چې د افغانستان له روان وضعیت څخه یې ترکیې ته پناه وړې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG