د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ایشچي: قضیه مې د روانې اوونۍ تر پایه سترې محکمې ته استول کېږي


د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچې وايي لوی څارنوالۍ ورته ډاډ ورکړی چې قضیه به یې د روانې اوونۍ ترپایه سترې محکمې ته واستوي.

دی وايي، که څه هم ډاډه نه دی چې په دغه قضیه کې به عدالت تامین شي خو سترې محکمې ته یې د قضیې استول یو مثبت ګام دی.

ایشچي: که مې قضیې ته رسیدګي ونشي نړیوالې محکمې ته مراجعه کوم

ښاغلي ایشچې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که څه هم د جنرال دوستم هغه ساتونکي چې دی پرې ادعا لري توقیف شوي نه دي خو سترې محکمې ته یې د قضیې استول یو مثبت ګام دی.

نوموړي زیاته کړه:

"تر کومه چې د لویې څارنوالۍ پلاوي ما ته اطلاع راکړې هغوی وايي چې حد اقل لويې څارنوالۍ ته د جنرال دوستم د اوو ساتونکو حاضرېدو دغه قضیه له یوېې اړخیزې ادعا څخه ایستلې او د دوی د څرګندونو پراساس دغه قضیه باید د روانې اوونۍ تر پایه سترې محکمې ته وسپارل شي."

د احمد ایشچي د معلوماتو له مخې لاهم هغه دوه کسه چې دی پرې ادعا لري لویې څارنوالۍ ته نه دي حاضر شوي او اووه نور بیا څارنوالۍ ته ورغلي خو توقیف شوي نه دي.

رسولي: د دوستم له ۷ ساتونکو څېړنې او د ۲ نورو د نیولو هڅې روانې دي

وموغوښتل چې د احمد ایشچې د قضیې په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه د لویې څارنوالۍ نظر هم ولرو خو خبرو ته حاضر نه شول.

د احمد ایشچي تر ادعاوو وروسته چې ګواکې جنرال دوستم ورسره ناسم چلند کړی او ساتونکو یې جنسي ځورولی دی، د افغانستان لویې څارنوالۍ وویل چې دغه قضیه به وڅېړي، خو د ښاغلي ایشچي په خبره د شااوخوا درې میاشتو په تېرېدو لاهم په دې اړه جدی ګام نه دی پورته شوی.

دا چې اوس د احمد ایشچې قضیه سترې محکمې ته استول کېږي یو شمېر حقوقي کارپوهان بیا وايي چې له هر اړخیزې څېړنې پرته سترې محکمې ته د دغه قضیې استول ګټه نه لري.

حقوقي کارپوه خالد سادات وايي، حکومت او په خاصه توګه عدلي او قضايي بنسټونه د فشارونو له کبله هڅه کوي چې د احمد ایشچې قضیه د قانوني پړاونو له بشپړېدو پرته هم نهايي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرته د دغې قضیې ټول اړخونه روښانه نه شي فکر نه کوم چې دا به یوه کامیابه قضیه وي او که لویه څارنوالۍ او یاهم ستره محکمه تر فشار لاندې راځي نو فکر نه کوم چې په دغه قضیه کې دې عدالت تامین شي."

د ښاغلي سادات په خبره د قانون له مخې هره قضیه باید د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي خو دا چې د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونو د احمد ایشچې قضیه چې میاشتې پرې اوړي وروستۍ کړې نه ده د قانون د تطبیق په برخه کې یې جدي پوښتنې راولاړې کړي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG