د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

جنبش ګوند د دوستم او نور د لیدو او ګډ ائتلاف د جوړېدو له امکانه خبر ورکوي


د ملي جنبش ګوند وايي چې د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور له جنرال دوستم سره د لیدو غوښتنه کړې ده.

د دغه ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به دغه ناسته ترسره شي او ښايي عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور یو ائتلاف رامنځته کړي.

ته‌ینج: عطا محمد نور له عبدالرشید دوستم سره د کتنې غوښتنه کړې.
ته‌ینج: عطا محمد نور له عبدالرشید دوستم سره د کتنې غوښتنه کړې.

نوموړي وویل:

"د لیدو یا ناستې غوښتنه د ښاغلي نور له‎خوا مطرح شوه موږ هم ترې هرکلی وکړ او هڅه کوو د دې زمینه‌سازي وکړو چې د ولسمشر له لومړي مرستیال سره دوی وګوري او د دواړو ګوندونو اسلامي جنبش او اسلامي جمعیت مشران د یوه ائتلاف رامنځته کولو ته ډېره لیوالتیا لري."

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي او عطا محمد نور ته نېږدې کس فرهاد عظیمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د عطا محمد نور له لوري د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره د لیدو غوښتنه نه‎ده مطرح شوې.

خو نوموړی ټینګار کوي چې د عطا محمد نور او دوستم پلویان هڅې کوي چې دواړه له نېږدې په خپلو کې وګوري.

د ولسي جرګې غړی او عطامحمد نور ته نېږدې کس فرهاد عظیمي
د ولسي جرګې غړی او عطامحمد نور ته نېږدې کس فرهاد عظیمي

ښاغلي عظیمي د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په نېږدې ورځو کې به د ښاغلي دوستم او عطا محمد نور تر منځ لیدنه وشي وویل:

"لا تر اوسه پرېکړه نه‎ده شوې او نه هم کومه نېټه ټاکل شوې د دواړو مشرانو پلویان هڅې کوي چې دوی په خپلو کې سره وګوري."

دې وروستیو کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د اسلامي ملي جنبش ګوند او د بلخ د والي عطا محمد نور تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي ان تر دې چې له دې وړاندې فاریاب ولایت کې د اسلامي ملي جنبش او اسلامي جمعیت ګوندونو د پلویانو تر منځ د وسله‎والې نښتې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

عطا محمد نور چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له ملاتړو څخه و، تېر میلادي کال‌یې له ارګ سره د خبرو په پیلېدو له ښاغلي عبدالله سره سیاسي پرېکون اعلان کړ.

د عطا محمد نور نېږدې کسانو اجرائیه رئیس یو ناتوانه کس بللی و او دا یې ویلي و چې عطا محمد نور د جمعیت ګوند د سهم د اخیستلو په هدف له ولسمشر سره خبرې پیل کړې دي.

فرهاد عظیمي وايي، د عطا محمد نور او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي پرېکون شوی خو شخصي پرېکون یې نه‎دی کړی.

د نوموړي په خبره په راتلونکي کې به هم عطا محمد نور له عبدالله عبدالله سره د سیاسي تفاهم لپاره خبرې ونه‎کړي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي، که عطا محمد نور د عبدالرشید دوستم لیدو ته ورځي نو دا د دې معنی لري چې له ولسمشر سره‌یې خبرې بې‌نتیجې وې.

سیاسي کارپوه خالد سادات په دې اړه وايي:

"د حکومت له یو بل اړخ سره چې اوس‌یې تقریباً دنده ځنډول شوې په داسې حساسو شرایطو کې لیده کاته دا معنی ورکوي هغه غوښتنې چې عطا محمد نور له حکومته لرلې هغه‌یې ترلاسه نه‎کړې او دغه لړۍ ناکامه شوه اوس غواړي چې د یوې بلې فشار الې پر اساس باندې حکومت کې راڅرګند شي تر څو خپل امتیازات پرې ومني."

خو فرهاد عظیمي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا مسئله رد کړې چې د عطا محمد نور او ولسمشر خبرو دې نتیجه نه‎وي ورکړې.

نوموړی وايي، د بلخ والي کابل ته د اوسني سفر پر مهال پرېکړه کړې چې ولسمشر سره خبرې وروستۍ کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG