د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د پلاوو سفرونه د افغانستان او پاکستان د اعتماد فضا ښه کولای شي؟


د پاکستان د پارلمان پنځلس کسیزه پلاوی سبا شنبه کابل ته رسېږي. د دې پلاوي یوه غړي او د پاکستان د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو ازادي راډیوته وویل، د تګ هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان سیاسي کړکېچ او امنیتي ستونزو د حل او د عدم اعتماد فضا د لېرې کولو پر امکاناتو خبرې کول دي.

شېرپاو زیاته کړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته روان دي.

د پاکستان د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو
د پاکستان د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو

افتاب احمدخان شېرپاو وویل:

"موږ به د هغوی خبرې اورو او دلته به یې راوړو او د پاکستان حکومت ته به يې وړاندې کوو چې پرمختګ وشي. په‎دې سیمه کې د امن ټینګولو لپاره افغانستان او پاکستان اساسي رول لري."

په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان پوځي ادارو او ملکي حکومت دې پلاوي ته اجازه ورکړې چې کابل ته ولاړ شي، د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون له چارواکو سره وګوري او پر ګډو ګټو او اندېښنو خبرې وکړي.

د زاخېلوال په وینا، په وروستیو څو کلونو کې له پاکستانه په دومره لوړه کچه هیئت افغانستان ته نه‎دی تللی ځکه د پاکستان د پوځي ادارو او ملکي حکومت له لوري صلاحیتونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د استخباراتو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون پنجشنبه د پوځ یو لوړ رتبه پلاوی کابل ته تللی دی.

خبرپاڼه وايي، کابل ته تللي پوځي پلاوي چې جنرال بلال اکبر یې مشري کوله، پر مهمو امنیتي مسئلو له افغان لوري سره خبرې کړې دي.

دې پلاوي کابل ته د یوې ورځې په سفر کې د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست طارق شاه بهرامي او د پوځ له سرپرست لوي درستيز جنرال محمد شریف یفتلي سره کتلي دي.

د پاکستان د استخباراتو مطبوعاتي دفتر ویلي، دې پلاوي افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د پاکستان پوځ اوس‎مهال خپل لوري ته، پر ټول ګډ سرحد بشپړ کنټرول لري اوچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې ناوړه کار واخلي.

سره له‎دې چې د پاکستان پوځي ادارې او ملکي حکومت په مکرر ډول د افراطي ډلو ملاتړ رد کړی خو د افغانستان حکومت تور لګوي چې پاکستان د تروریستي ډلو پر وړاندې له زغمه کار اخلي او په افغانستان کې زیاتې حملې له پاکستانه تنظیمېږي.

ایا داسې سفرونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عدم اعتماد فضا ښه کولای شي؟

په پاکستان کې د سیاسي چارو څارونکی خادم حسین په‎دې باور دی چې د دواړو ولسونو د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره خبرې ضروري دي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو څارونکی خادم حسین
په پاکستان کې د سیاسي چارو څارونکی خادم حسین

خادم حسین وویل:

"ارتباط باید په مختلفو کچو وي. خلک او ټولنیز تشکیلات لکه سیاسي ګوندونه، مدني او اکاډیمیکې ادارې، مطبوعات او ژورنالیستان باید ارتباط ولري او د دواړو ملکونو د امنیتي او ملکي اداروخبرې د ستونزو په حل کې مرسته کولای شي."

د پاکستان د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو چې سبا کابل ته روان دی، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان له لوري به هم یو پلاوی اسلام‎اباد ته ولاړ شي او خپلې اندېښنې به هلته له چارواکو سره شريکې کړي.

XS
SM
MD
LG