د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

واشنګټن پوسټ افغانستان ته د مټيس پر ناڅاپي سفر تمرکز کړى


زياتو نړيوالو ورځپاڼو او خپرونو د افغانستان پر امنيتي وضعيت او وروستيو تحولاتو ليکنې او تبصرې خپري کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ افغانستان ته د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس پر ناڅاپي سفر تمرکز کړى دى.

د دوشنبې په ورځ کابل ته د ښاغلي مټيس تر سفر لنډه شېبه مخکې د هغه افغان سيال عبدالله خان حبيبي او لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم استعفى ورکړه.

دواړه افغان مشران په داسې حال کې استعفى کوي چې د جمعې په ورځ په بلخ ولايت کې وسله والو طالبانو پر ٢٠٩ شاهين قول اردو حمله وکړه او د ورځپاڼې په حواله نېږدې ٢٠٠ سرتېري يې ووژل. خو دغه شمېر لا هم ضد و نقيض دى.

د واشنګټن پوسټ په ليکنه کې راغلي، د امريکا دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان له جګړې د ملاتړ پر زياتولو غور کوي.

ورځپاڼه ليکي، د امريکا متحدو ايالاتو هڅه کړې، په افغانستان کې خپل ١٦ کلن پوځي حضور پاى ته ورسوي، د وسله والو طالبانو او داعش جنګياليو پرضد د جګړې مسؤليت افغان قواوو وسپاري.

خو د ليکنې د ليکوال تحليل دا دى چې بلخ کې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو د جمعې ورځې وژونکې حملې، دغه راز په کابل کې پر سردار محمد داود خان پوځي روغتون د مارچ مياشتې بريد د افغانستان د خوندي کولو لپاره د افغان قواوو د وړتيا په باب چې د امريکا پوره ملاتړ وسره نه وي، پوښتنې ولاړې کړې دي.

دا مهال په افغانستان کې ٨٤٠٠ امريکايي پوځيان دېره دي، چې دوه ماموريتونه پرمخ بيايي، له يوې خوا افغان امنيتي ځواکونه روزي او همکاري يې کوي، له بلې خوا د سخت دريځو وسلوالو ډلو پرضد په ټروريزم ضد مبارزه کې هم برخه اخلي.

تردې مخکې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن ويلي وو چې په افغانستان کې د افغان قواوو د ملاتړ لپاره شا و خوا ٣٠٠٠ نورو امريکايي اضافي پوځيانو ته اړتيا ده.

نيويارک ټايمز:

بلې امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز هم د افغانستان د دفاع وزير عبداله خان حبيبي او لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم پر استعفى ليکنه خپره کړې ده.

ليکوال د امريکايي چارواکو په حواله ليکلي، چې د دغو افغان چارواکو استعفى د حيرانۍ وړ نه وه، ځکه په بلخ ولايت کې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو تر حملې مخکې په کابل کې په مارچ مياشت کې پر سردار محمد داود خان روغتون حمله شوې وه، چې ٥٠ کسان يې وژلي وو.

ورځپاڼې د امريکا د پوځي چارواکو په حواله ليکلي، چې استخباراتي معلومات يې ښيي، په پاکستان کې د طالبانو يوې دېره څانګې- حقاني شبکې، پر شاهين قول اردو په حمله کې لاس درلود.

د ليکنې په دوام راغلي، سره له دې چې وسلوالو طالبانو د دې حملې مسووليت اخيستى، خو د امريکا وتلو پوځي چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل، د حقاني شبکې دا څانګه رامخکې نه شوه، چې په هغه حمله کې د خپل دخالت ادعا وکړي، ځکه په دې ډول پر پاکستان فشار راوستل کېده.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه د يوه مقام په حواله چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، ليکي، پر شاهين قول اردو د حملې پلانولو له څلورو تر شپږو مياشتو پورې وخت نيولى دى.

د ده په وينا د امريکا پوځي چارواکي ګومان کوي، چې د سلوالو طالبانو له بريدکوونکو سره د دې پوځي مرکز له منځ څخه همکاري شوې وه.

ټايم:

ټايم خپرونې هم د افغانستان وروستيو تحولاتو او پېښو ته په يوه ليکنه کې کتنه کړې او ليکلي يې دي، سره له دې چې داعش ډلې په افغانستان کې د څو حملو مسووليت اخيستى، خو په بلخ کې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو حملې ثابته کړه، چې وسلوال طالبان اساسي او اصلي ګواښ دي.

XS
SM
MD
LG