د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

رسولي: مېرمنو سره د تاوتریخوالي له ۱۵سوه ډېرې قضیې څېړل شوي


د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، دوی د روان ۱۳۹۵ لمریز کال له پیله تر دې دمه د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي له ۱۵۰۰څخه ډېرو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د دې ادارې ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په پرتله روان کال د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي رسولي همدا راز وویل، په ۱۵۰۰ قضیو کې له ۱۳۰۰ زیاتې ښځې زیانمنې شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د افغانستان لویه څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

نوموړی وايي:

"کومې قضیې چې ستاسې حضور ته وړاندې شوي او څارنوالۍ کې ثبت شوي هغه قضیې دي چې څېړنې يې بشپړې او محکمې ته سپارل شوي دي، دې برخه کې موږ شرعي محکمې لرو او کومې ۱۵۰۰ دوسیې چې بشپړې او څارنوالۍ کې ثبت شوي په اساسي ډول ورته رسېدنه شوې ده."

ښاغلی رسولي وايي، دا اداره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدو برخه کې ژمنه ده او د څېړل شوېو دوسیو ډېری عاملین يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

وهل ټکول، په کم عمر کې ودونه، له بېلابېلو حقونو څخه محرومیت، جنسي تیري او کاري چاپېریال کې تبعیض او ځورونه هغه څه دي چې افغانستان کې لا هم یو شمېر مېرمنې ورسره مخامخ دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه څرګندونې کوي چې په یوې تازه پېښه کې د ښځو په نړیواله ورځ د بامیانو په ولایت کې یوې نجلۍ خپل ځان زندۍ کړی دی.

په دې سربېره یو شمېر مېرمنې او نجونې په بېلابېلو تورونو د وسله‎والو طالبانو له‎خوا سنګسار شوي دي.

د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ویلي چې دوه ورځې وړاندې د دې ولایت وردوج ولسوالۍ کې وسله‎والو طالبانو یوه مېرمن له یو هلک سره د نامشرع اړیکو په تور په عام محضر کې سنګسار کړه.

په ورته وخت کې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او ويې ویل چې روان ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۲۳۴ مېرمنې په وحشیانه ډول وژل شوي دي.

د دغه کمېسیون یوې کمېشنرې ثریا صبحرنګ ازادي راډیو ته وویل، زیاتره ښځې د خپلو میړونو د بد ګومانۍ له امله وژل شوي دي.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې ثریا صبحرنګ
د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې ثریا صبحرنګ

نوموړې وايي:

"له ټولو نه زړه بوږنونکې د ۲۳۴ مېرمنو قتل دی چېډېرې بې رحمۍ سره وژل شوي چې ډېری يې ناموسي وژنې دي،کله چې بد ګوماني پیدا شي د مېرمنو په وړاندې په وړه مسئله هم بې باوري رامنځ ته کېږي ان د ټیلیفون یو پیغام هم بد ګوماني پیدا کړې او له امله يې د ښځې سر پرې شوی دی."

د اغلې صبحرنګ په خبره د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي دا پېښې د کورنیو له خوا ترسره کېږي.

اغلې صبحرنګ وايي، دا تاوتریخوالی په سلو کې ۶۸ د میړونو له‎خوا او پاتې نور يې د ورورنو، پلرونو، ترونو او نورو خپلوانو په وسیله رامنځ ته شوی.

نوموړې وايي، عاملینو ته د سزا نه ورکول، اداري فساد، د مېرمنو له‎خوا عدالت ته نه لاس رسی او کلتوري محدودیتونه هغه لاملونه دي چې له امله یې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی پراخېدونکی دی.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG