د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

وکیلان: د هلمند او ارزګان له ۹۰سلنې زیاته خاوره د طالبانو لاس کې ده


د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیون د دفاع وزارت هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې روان کال‌یې د هېواد په څلورو ولایتونو کې وسله‌وال مخالفین ځپلي او په شا تمبولي دي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیون وايي، د هلمند ولایت ډېره برخه سیمې لاهم د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دي او افغان ځواکونو یوازې په دفاعي حالت اتکا کړې.

د دې کمېسیون رئیس او د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی د افغانستان دفاع وزارت د چارواکو هغه څرګندونې ردوي چي ویلي دي په څلورو ولایتونو کې یې وسله‌وال مخالفین او ترورېستي ډلې په شا تمبولي دي.

هلمند

ښاغلي الکوزي د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ادعا وکړه، په هلمند کې وضعیت لاهم د پخوا په څېر دی او حکومت یوازې د دغه ولایت پر مرکز او یو شمېر نورو سیمو کنټرول لري.

هاشم الکوزی.
هاشم الکوزی.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ټولې ادعاوې زه ردوم، په یو ولایت کې هم پرمختک نه‌لري په هلمند کې یې خو هېڅ نه‌لري یوازې د کاغذ پر مخ خبرې دي، په هلمند کې ۹۴ سلنه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده او پاتې یې چې مرکز لښکرګاه او دوکانونه دي د حکومت په کنټرول کې ده په هغه کې هم څلورمه حوزه په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې ده."

ښاغلی الکوزی د دغه ولایت امنیتي چارواکي په فساد تورنوي او وايي چې هغوی د هلمند د روانې جګړې د ختمولو لپاره هېڅ پلان نه‌لري.

له هلمنده د ترلاسه شویو راپورونو پر بنست د دغه ولایت دیشو او باغران ولسوالۍ په تېرو لسو کلونو کې او ۴ نورې ولسوالۍ چې خانشین او ناوه په جنوب کې او موسی‌کلا او نوزاد د دغه ولایت په شمال کې موقعیت لري په وروستیو کې د وسله‌والو لاسته لوېدلې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک که څه هم د سقوط شویو سیمو دقیق نومونه نه‌یادوي خو ازادي راډیو سره‌یې په خبرو کې ویلي چې اکثره سیمې د وسله‌والو طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو په ترڅ کې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې راغلي.

له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي وو چې په روان ژمي کې د افغانستان په دفاع وزارت، قول اردوګانو، لواګانو او د ملي اردو په کنډکونو کې ځیني مهم بدلونونه راوستل شوي چې د مخالفینو پر ځپلو یې مستیقماً اغېز کړی دی.

چارواکي: د افغان ملي اردو او پولیسو لیکو کې بدلونونه ګټور ثابت شوي

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ویلي وو، په ننګرهار کې د داعش او په هلمند، ارزګان او غزني کې د طالبانو ځپل او په شا تمبول د دې لاسته راوړنو بېلګې دي.

ارزګان

د هلمند ورهاخوا په ارزګان کې د افغان ځواکونو د مدیریتي ضعف او وسله‌والو مخالفینو ته د ځینو سیمو د پرېښودلو موضوع مطرح کېږي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی د دغو څرګندونو سربېره ادعا کوي، وسله‌وال طالبان د دغه ولایت پر ۹۷ سلنې خاورې کنټرول لري او د افغان حکومت درې سلنه سیمه هم یوازې پر دولتي ادارو او ودانیو محدوده شوې.

عبیدالله بارکزی.
عبیدالله بارکزی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ارزګان ۹۷ سلنه خاوره د دښمن په لاس کې ده او یوازې ۳ سلنه‌یې د دولت په کنټرول کې ده، یوازې دولتي ادارې د حکومت په لاس کې دي، شااوخوا سیمې او بازارونه د دولت په لاس کې دي نورې سیمې، ولسونه، کلي او بانډې ټولې د دښمن په لاس کې دي."

د ارزګان د ولایتي شورا غړی حیات‌الله فضلي هم تائیدوي چې د دغه ولایت څه باندې ۹۰ سنله خاوره د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې ده او افغان حکومت یوازې پر محدودو سیمو کنټرول لري.

ښاغلي فضلي ازادي راډیو ته وویل، د خاص ارزګان، چارچینو، دهراوود او چنارتو ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې دي.

دی وايي، د ناامنیو له وجې د دغه ولایت ولسوالیو ته غځېدلې لارې له شپږو میاشتو راهیسې تړلې دي چې د ارزګان اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب که څه هم تائیدوي چې د ترینکوټ ښار په شااوخوا سیمو کې وسله‌وال مخالفین حضور لري خو وايي چې د دغه ولایت هېڅ یوه ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفینو په کنټرول کې نه‌ده.

غزني

هاخوا د غزني ولایت په یو شمېر ولسواليو کې هم د جدي ګواښونو خبره کېږي.

د غزني د ولایتي شورا غړي جمعه جامع ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې د دغه ولایت د ګیرو، واغز، اجرستان، اب بند او زنه خان ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا له جدي ګواښونو سره مخ دي.

خو د غزني والي عبدالکریم متین بیا ازادي راډیو ته وویل چې د ناوې له ولسوالۍ پرته ټولې سیمې د افغان حکومت په کنټرول کې دي.

ښاغلی متین وايي:

"د غزني وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی، د غزني د ناوې ولسوالۍ پرته نورې ولسوالۍ د دښمن په ولکه کې نه‌دي او د هېڅ ولسوالۍ د سقوط خطر هم نه‌شته."

ننگرهار

د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې هم د داعش او وسله‌والو طالبانو د فعالیتونو په اړه څرګندونې کېږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی که څه هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې د ځپلو خبره کوي خو وايي چې دغه ډلې لاهم په چپرهار، خوګیاڼو، پچیراګام، هسکې مېنه، اچین، نازیانو او یو شمېر نورو سیمو کې حضور لري.

دا په داسې حال کې ده چې د سیګار د وروستي راپور له مخې د افغانستان حکومت د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ اوومې میاشتو تر منځ د خپل کنټرول لاندې سیمو پنځه سلنه له لاسه ورکړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په ځینو سیمو کې د وسله‌والو مخالفینو ګواښونه مني خو وايي چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې وسله‌والو مخالفینو او داعش ډلې ته سخته ضربه ورکړې او له یو شمېر سیمو څخه‌یې هغوی شاتګ ته اړ کړي.

محمد رادمنش.
محمد رادمنش.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"هلته چې دښمن حضور لري موږ هم یو، دا سمه ده چې د هلمند په ځینو سیمو کې د دښمن ګواښونه شته خو موږ هم هلته پوځي عملیات کوو، دا په دې معنی نه‌ده چې په دغو سیمو کې دوی حاکمیت لري، د بېلګې په ډول پخوا د ننګرهار په ۹ ولسوالیو کې د افغانستان دښمنانو فعالیت درلود خو اوس څلور ولسوالیو ته محدود شوي دي."

پوځي کارپوهان بیا په دې باور دي چې د افغان ځواکونو له لوري د ځینو سیمو بېرته نیول موقتي بڼه لري.

د پوځي چارو شنونکی عتیق‌الله امرخېل وايي، په روان ژمي کې افغان ځواکونو ډېرې هڅې وکړې خو ونه‌توانېدل چې د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه شنډ کړي.

امرخېل وړاندیز کوي چې په راروان کال کې باید افغان پلي او هوايي ځواکونه پوره تجهیز شي څو د هغه په خبره پر وسله‌والو مخالفینو برلاسی واوسی.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG