د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

ولایتي شورا: ارزګان کې پیل شوي عملیات نمایشي بڼه لري


د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه په خپل منځ کې پوره همغږي نه‌لري او له وسله‌والو طالبانو څخه نیول شوي سيمې يې بېرته خوشې کړې دي.

یاد مسؤلین وايي، هغه سیمې چې دوه ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو له وسله‌والو طالبانو څخه تصفیه کړې وې بېرته د وسله‌والو طالبانو لاسته لوېدلې دي.

د ارزګان د ولایتي شورا غړي حیات‌الله فضلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ارزګان کې ځکه افغان امنیتي ځواکونه پرمختګ نه‌شي کولای چې په خبره‌يې دغلته دوی د عملیاتو لپاره پلان نه‌لري او نه‌هم په خپل منځ کې پوره همغږي لري.

نوموړی وايي چې ارزګان کې افغان امنیتي ځواکونه تش په نوم عملیات کوي او خلک پرې رښتینی باور نه‌شي کولای.

فضلي زیاته کړه:

"زه خو وایم چې ارزګان به یو ځل بیا د اور په لمبو وسوځل شي، تاسې وګورئ ارزګان ولایت په کوم وضعیت کې دی، په یو نیم کېلو مترۍ کې وسله‌وال طالبان له تېرو څه باندې ۶ میاشتو راهیسې شتون لري، دا چې څوک وايي چې په ارزګان کې افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی دی، دا خو زه هېڅ کله نه‌منم."

له دې سره د ولایتي شورا منشي محمد کریم کریمي هم ورته څرګندونې لري.

نوموړی وايي، دولت د هغو سیمو د ساتنې لپاره کافي پولیس نه‌لري کوم چې د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کېږي نو ځکه زیاتې سیمې د افغان امنیتي ځواکونو له لاسه وځي.

کریمي زیاته کړه:

"زموږ پولیس ټول په نشو اخته دي، له بلې‌خوا تشکیل‌يې هم کم دی، نو دا به سیمه له دښمن څخه څنګه خوندي کړي، بل دا چې پر وخت اکمالېږي هم نه."

دا په داسې حال کې ده چې شپږ میاشتې مخکې د مسؤلینو په خبره چې وسله‌وال طالبان د ترینکوټ ښار تر څنډو راورسېده او ورسته‌يې افغان امنیتي ځواکونو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړه چې لا اوس هم د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ ودانیو ته په دوه کېلو مترۍ کې طالبان فعاله حضور لري او خلک د ترینکوټ ښار د سقوط وېره لري.

په ورته وخت کې د ارزکان امنیتي چارواکي د ولایتي شورا دغه څرګندونې بې‌ځايه بولي او د پرمختګ خبر ورکوي.

د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري عملیات تر سره شوي چې په نتیجه کې يې د ارزګان لپاره د وسله‌والو طالبانو د سرپرست او مرستیال والي په ګډون اته وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې په دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه په خپل منځ کې پوره همغږي لري او په خبره‌يې چې وسله‌والو طالبانو ته‌يې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی او زیات شمېر سیمې يې ورڅخه نیولي دي.

غلام فاروق سنګري.
غلام فاروق سنګري.

نوموړي زیاته کړه:

"وسله‌والو طالبانو اوس د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی، دوی اوس یوازې په ځمکه کې ماینونه خښوي او بې‌ګناه مسلمان په وژني او یا هم د خلکو په کورونو کې پټېږي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د۲۰وسله‌والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی وو.

راپور:شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG