د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

ولایتي شورا: ارزګان کې د ملکي تلفاتو کچه ډېره شوې


د ارزګان د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د ډېرېدو په اړه اندیښنه ښيي.

د دې ولایت د ولایتي شورا یو وکیل محمد کریم کریمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ارزګان کې ځکه د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې چې امنیتي ځواکونه په پوره پوځي وسایلو نه دي سمبال او تر ډېره په دې نه‎دي توانیدلي چې د وسله والو طالبانو له لوري ښخ کړل شوي ماینونه کشف او خنثی کړي.

نوموړی د ملکي کسانو د۸۰ سلنه مرګ ژوبلې پړه پر وسله‎والو طالبانو ور اچوي خو له دواړو لوریو غوښتنه کوي چې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د ارزګان ولایتي شورا یو وکیل محمد کریم کریمي
د ارزګان ولایتي شورا یو وکیل محمد کریم کریمي

ښاغلي کریمي زیاته کړه:

"ارزګان کې اوس وسله‎والو طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاس ورکړی او تر ډېره له ماینونو څخه کار اخلي، وسله‎وال طالبان تل د ملکي کسانو کورونه د سنګر په توګه کاروي، نو زموږ غوښتنه له طالبانو څخه دا ده چې نور دې وینه تویول بند کړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د ارزګان والي ازادي راډيو سره په یوه ځانکړي مرکه کې ویلي و چې ارزګان کې افغان امنیتي ځواکونه د وسلو او تجهیزاتو له کمي سره مخ دي.

له دې سره ارزګان ولایت کې د ولایتي روغتون سرپرست ډاکټر ضیاءالرحمان هم واېي چې ارزګان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله تر بل هر وخت ډېره شوې او په وینا يې چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ورته شاوخوا ۳۷۱ تنه ملکیان چې ښځې او ماشومان هم په‎کې دي دوی ته ور وړل شوي چې ۲۰ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي همدا راز وویل چې په ټپیانو کې ۱۰۲ تنه هم ماشومان دي.

ډاکټر ضیاء الرحمان زیاته کړه:

"دا ټول ټپیان د جګړې له سیمې موږ ته راوړل شوي او موږ یې پر وخت درملنه کړې، په‎دې کې ماشومان،ښځې،ځوانان او د پاخه عمر لرونکي کسان شامل دي."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمت الله صدیقي وايي چې دوی خپلو ټولو پولیسو ته لارښونه کړې چې د عملیاتو پر مهال دې د ملکي کسانو د سر او مال خونديتوب ته ډېر پام وکړي.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمت الله صدیقي
د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمت الله صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"زموږ امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو ښه امنیت نیولای، موږ هېڅکله هغې سیمې ته ملکي کسان نه ورپرېږدو څو تصفیه شوي نه‎وي."

وسله والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.

له دې ټولو سره-سره د ارزګان ولایت یو شمېر هغه کسان چې په جګړه کې د خپل بدن غړي او یا هم دوستان له لاسه ورکړي ازادي راډیو ته وویل:

"زما درې زامن د ماین چاودنه کې ټپیان شول او یو ورور مې په مرمۍ ولګیدی چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړ دا ټول د وسله والو طالبانو له خوا څخه و.

-زه کور ته پر لاره وم چې ملي اردو ډزې وکړې او پښه مې ولګېده، یو مې کوچنې زوی راسره و چې د هغه په سینه کې مرمۍ ولګیده او مړ شو."

د یادونې وړ ده له دې څو ورځې وړاندې یوناما په خپل یوه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ملکیانو په مرګ ژوبله کې درې سلنه ډیروالی راغلی او ۱۱۴۱۸ ملکیان وژل شوي او ۳۴۹۸ ټپیان شوي دي.

یوناما په دغه شمېره کې وسله‎وال نېږدې دوه پر درېیمه برخه کې د ملکي تلفاتو په اوښتو کې ګرم بللي وو خو لږ تر لږه د څلورمې برخې پړه يې پر حکومت اچولې.

وسله‎والو طالبانو بیا د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۸۰ سلنه بهرني ځواکونه ګرم بللې وو او ۱۴ سلنه پړه يې هم پر حکومت ور اچولې وه.

راپور: شریف‎الله شرافت- ارزګان

XS
SM
MD
LG