د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

څه د پاسه ۲۰۰ افغانان له اروپايي هېوادونو ایستل شوي


بلغاریا، جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څه د پاسه ۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ایستلي دي.

بلغاریا وايي چې ۱۴۰ افغان پناه غوښتونکي یې له خپلې خاورې ایستلي دي.

د بلغاریا صدراعظم د چهارشنبې په ورځ وویل چې ۱۴۰ افغانان‌یې ترکیې ته سپارلي او د ۲۰۰ نورو په اړه تیاري روانه ده.

بلغاریا د مهاجرو د مخنیوي لپاره د ترکیې د هلو ځلو مننه وکړه، ویې‌ویل چې پر پوله د ترکیې د فشار له کبله بلغاریا ته د مهاجرو ورتګ کم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني پرون په یوې چارټر الوتکه کې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو لومړۍ ډله افغانستان ته ولېږله.

د سې شنبې په ورځ سویډن ۱۳ او ناروې ۹ افغانان له خپلې خاورې وایستل.

سویډن او ناروې ۲۲ تنه کډوال بېرته افغانستان ته واستول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

افغانستان ته د لېږل شویو افغانانو په منځ کې یو هم اشرف دی چې وايي، څلور میاشتې په سویدڼ کې بندي و، وهل شوی او بد ژوند یې درلود ځکه چې په سویډن کې کار نه‌و.

جرمني چارواکي وايي چې په بېرته لېږل شویو افغانانو کې اکثره په خپله خوښه خپل هېواد ته لاړل.

جرمني د راتلونکي میلادي کال تر پیل مخکې ځیني کډوال افغانستان ته استوي
جرمني د راتلونکي میلادي کال تر پیل مخکې ځیني کډوال افغانستان ته استوي

دوی ته مالي مرسته ورکړل شوې څو بېرته ستنېدو ته حاضر شي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تر ۱۲ نیم زره زیاتو افغانانو ته ویل شوي چې له جرمني څخه خپل هېواد ته لاړ شي.

د جرمني د مهاجرت فدرالي اداره وايي چې په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې افغانان له سوریه‌والو وروسته جرمني ته په ورغلو پناه غوښتونکو کې تر ټولو زیات دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تائید کړه چې یو شمېر افغانان به سږ کال بېرته افغانستان ته واستول شي خو دا یې ونه‌ویل چې کله به استول کېږي.

سږ او تېر کال له افغانستان، منځني ختیځ، افریقا او نورو هېوادونو تر یو میلیون زیات پناه غوښتونکي جرمني ته ورغلي او د کډوالو ورتګ په جرمني کې د (متبادل جرمني ګوند) د پیاوړتیا سبب شوی دی.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل په وروستیو کې وویل، په کار ده چې هېواد یې د مهاجرو په وړاندې خپل دریځ سخت کړي او هغه مهاجر بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږي چې د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد شوي دي.

XS
SM
MD
LG