د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د افغان کارګرانو ټولنه: حکومت دې زموږ په چارو کې مداخله نه‌کوي


د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي، افغان حکومت په پام کې لري چې د کارګرانو د ټولنې او کارګرانو ملکیتونه بېرته واخلي.

د افغان کارګرانو ملي ټولنه «امکا» وايي، افغان حکومت غواړي د دوی ملکیتونه او جایدادونه د مالیې وزارت او د اراضۍ خلپواکې ادارې ته وسپاري.

د دغې ټولنې مشر معروف قادري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې د کارګرانو ملي ټولنه او کارګران د ملکیتونو او جایدادونو شرعي سندونه او قوالې لري.

معروف قادري له حکومت نه وغوښتل څو د دغې ټولنې په چارو کې له لاسوهنو نه مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې ملکیت مالیې وزارت او د اراضي خپلواکې ادارې ته ورکړل شي، دغه مسئله د کارګرانو د ملي ټولنې لپاره د منلو وړ نه‌ده ځکه موږ د کارګرانو د ټولنې فعالان او غړي د ملي وحدت له حکومت نه جدي غوښتنه لرو څو د امکا په چارو کې له لاسوهنو څخه مخنیوی وشي."

څو میاشتې مخکې د افغانستان کابینې په یوې مصوبه کې غوښتنه وکړه څو د کارګرانو د ملي ټولنې ټول ملکیتونه بېرته حکومت ته وسپارل شي.

ښاغلی قادري له حکومت څخه غواړي څو تر راتلونکو لسو ورځو پر دې مصوبې بیا غور وکړي.

د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال د دغې ټولنې یو شمېر ځمکې د دفاع وزارت له‌خوا نیول شوي او د البرز بلاکونه چې کارګران هم په‌کې سهم لري په غیرقانوني ډول پلورل شوي دي.

قادري وایي، د دې پلازا جوړونکی شرکت چې البرز نومېږي یو کور یې ان په پنځو کسانو هم پلورلی دی.

د افغانستان د کارګرانو ټولنه وایي، د البرز شرکت له‌خوا په جوړو شویو کورونو کې د دوی کارګران هم څلوېښت فیصده ونډه لري خو تر اوسه پورې یې خپل کورونه نه‌دي ترلاسه کړي.

دفاع وزارت دغه ادعا ردوي
دفاع وزارت دغه ادعا ردوي

خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری دغه ادعا ردوي وايي چې د امکا ټولنه دې د دعوا په صورت کې خپل اسناد له دغه وزارت سره شریک کړي.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابینې د دغې پرېکړې په اړه بې‌خبري څرګندوي.

د دغه وزارت سلاکار او ویاند عبدالفتاح اشرف احمدزي نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کار او ټولینزو چارو وزارت له دغې پرېکړې نه خبر نه‌دی او موږ په دغې پرېکړه کې شامل نه‌یو او تر اوسه هم داسې یوه پرېکړه نه‌ده شوې او کوم حکم چې ولسمشر کوي حتماً موږ خبرېږو."

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه «امکا» وايي که چېرې افغان حکومت د کارګرانو د ټولنې جایدادونه او ملکیتونه واخلي نو دوی به په مرکز او ولایتونو کې پراخ لاریونونه وکړي او دغه مسئله به له نړیوال کنفدراسیون سره شریکه کړي.

راپور : مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG