د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

"WFP" دوه ویشت زره افغانانو ته د حرفه یې زده کړو زمینه برابروي


ډبلیو.ایف.پي یا د خوراک د نړیوال سازمان مسوولین وايي، په ۱۰۱۶ میلادي کال کې به څه باندې ۲۰ زرو افغانانو ته د حرفه یې زده کړو زمینې برابرې کړي.

په افغانستان کې د دې سازمان استازې میرمن انجلین دا خبرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مسوولینو سره د ۷۰۰۰ کسانو لپاره د حرفه یې زده کړو د یو نوي پروګرام د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وکړې.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې وویل، دغه پروګرام به په کابل او هرات ولایتونو کې پلی او ډیره برخه به په کې ښځو ته ورکړل شي.

په افغانستان کې د "ډبلیو.ایف. پي" یا د خوراک د نړیوال سازمان مسوولین وایي، په ۲۰۱۶کال کې به ۲۲۰۰۰ افغانانو ته په مختلفو ولایتونو کې د حرفه زده کړو زمیني برابرې کړي.

دا خبره په افغانستان کې د دې سازمان استازې میرمن "انجلین رودابا کوبانا" د یکشنبې په ورځ د کار او ټولنیزو چارو له وزیرې نسرین اوریاخېل سره د ۷۰۰۰ کسانو لپاره د حرفه یې زده کړو د یو تازه پروګرام د تړون د لاسلیک کیدو پر مهال وکړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریا خېل وویل، د دې پروګرام په لومړي پړاو کې به۷۰۰۰، افغانان له مختلفو حرفو سره بلد او د کارونو موندل به ورته اسانه شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریا خېل وویل، د دې پروګرام په لومړي پړاو کې به۷۰۰۰، افغانان له مختلفو حرفو سره بلد او د کارونو موندل به ورته اسانه شي.

میرمن انجلین وویل، د دې پروګرام له پلي کیدو سره به ډیرو افغانانو ته د کار زمینې برابرې او اقتصادي ستونزې به یې کمې شي.

اغلې انجلین زیاته کړه:

"د خوراک نړیوال پروګرام خوښ دی چې په ۲۰۱۶کال کې د افغانستان د ۲۲۰۰۰ښځو او نارینه و لپاره د حرفو د زده کړې پروګرام اعلانوي.د دې پروګرام د پلي کولو لپاره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي."

دې وویل، دغه پروګرام چې په کابل او هرات ولایتونو کې به پلی شي، د افغانستان لپاره د دوی د ۲۰۱۶میلادي کال د مجموعي پروګرام یوه برخه ده.

مسوولینو وویل، دغه نوی پروګرام به د مسلم هینډز د نړیوالې موسسې له خوا په شپږو میاشتو کې پلې شي.

د مسلم هینډز د موسسې استازې عنایت اله کاکړ وویل، د دغه پروګرام په روزنیزه دوره کې د موبایلونو، تلویزیونو، کمپیوټرونو او داسې نورو لوازمو ترمیمول او د کمپیوټر زده کړه شامله ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریا خېل وویل، د دې پروګرام په لومړي پړاو کې به۷۰۰۰، افغانان له مختلفو حرفو سره بلد او د کارونو موندل به ورته اسانه شي.

ښاغلي اوریاخېل زیاته کړه:

"په دې کې د حرفو زده کړې شاملې دي. د حرفو د زده کړو د مرکزونو شمېر يې۲۵ دی او په کابل او هرات کې به په کې۷۰۰۰ کسان شامل شي. له دې جملې څخه به په کابل کې ۵۵۰۰ او نور به یې په هرات کې وروزل شي.د حرفو د زده کړې پر مهال د دغه ۶ میاشتیني پروګرام هر غړي ته ۲۲۸۵ افغانۍ د خوراکي موادو لپاره هم ورکول کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنه وايي، اوس مهال به افغانستان ۶۰ فیصده خلک د کار په لټه دي چې ډیرو لږو ته کار پیدا کیږي.

په دې هېواد کې بې کاري په یوې ستونزې اوښتې او ویل کیږي چې دا ستونزې په وروستیو کلونو کې مخ په زیاتیدو ده.

د کار په لټه کې عادي کارګر وايي، په ټوله اوونۍ کې یوازې دوه یا درې ورځې کار مومي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG