د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ارزګان کې له ۴۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه


په ارزګان ولایت کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو سلګونو کورنیو سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس عصمت‌الله فیض ازادي راډیو ته وویل چې د مرستو دغه لړۍ له پخوا پیل شوې چې له جملې څخه‌يې نن هم پر ۴۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو باندې مرسته وېشل شوې.

ښاغلي فیض زیاته کړه چې د بې‌ځایه شویو کسانو سره د مرستې په هدف ولسمشر محمد اشرف غني۳۰ میلیونه افغانۍ د ارزګان ولایت د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره ځانګړې کړي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري پرې خوراکي او غیر خوراکي توکي رانیول شوي او اوس پر بې‌ځایه شویو کورنیو وېشل کېږي.

نوموړی وايي چې په یاده مرسته کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې کولای شي د یوې کورنۍ لمړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

فیض: د مرستې دا لړۍ به ادامه ولري.
فیض: د مرستې دا لړۍ به ادامه ولري.

ښاغلی فیض وايي:

"د نن ورځې لپاره چې موږ کومه توزېع لرو هغه په ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د ګوکرک، ظاو او غلامانو کليو کې دي چې ټوله مجموعه ۴۰۰ کورنۍ کېږي چې مخکې موږ په دغو سیمو کې سروې کړې وه او وروسته مو کارتونه ورته توزېع کړي دي."

هغه کسان چي مرستې ورسره شوې وې د ترلاسه شویو مرستو څخه خوښ دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې له دوی سره شوې مرستې يې لمړنۍ اړتیاوې پوره کولای شي، خو د دوی غوښتنه له دولت څخه دا وه چې په سیمه کې يې امنیت ټینګ کړي تر څو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دغه کسان په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي.
دغه کسان په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي.

یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې باید زموږ په سیمه کې امنیت راولي، کله چې موږ خپلو سیمو ته ولاړ شو نو بیا موږ دې مرستو ته اړتیا نه‌لرو موږ یوازي په یوه جوړه جامو کې له خپلو کورونو څخه راوتلي یو، نور مو هرڅه له‌منځه تللي دي."

د ارزګان دغه جګړه ځپلي دا غږ په داسې وخت کې پورته کوي چې یو خو د ژمي سړه هوا په رارسېدو ده، د سرپناه ځای نه‌لري، تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي.​

له ارزګاني وګړو سره دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې د زیات شمېر کسانو کورونه د جګړې پر مهال له‌منځه تللي او ستر مالي زیانونه ورته اوښتي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د طبیعي پېښو پر وړاندې ریاست له ۵۰۰ بې‌ځايه شویو کورنیو سره هم مرسته کړې وه.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG