د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

م.م: روان کال افغانستان کې جګړو ۴ لکه کسان بې‌کوره کړي


ملګري ملتونه وايي، روان کال د افغانستان په زیاتو سیمو کې د جګړې له امله څلور لکه کسان بې‌کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا رپوټ پرون دوشنبه خپور شوی دی.

دې سازمان د کال په پیل کې اټکل کړی و چې د کورنیو جګړو له امله ښايي دوه نیم لکه کسان بې‌کوره شي خو د دوی د اټکل خلاف، دا شمېر څلور لکه کسانو ته لوړ شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د جګړې له امله د بې‌کوره شویو خلکو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

د دې سازمان په وینا، په کلیوالي سیمو کې د امنیت له خرابېدو سره خلک مجبورېږي چې خپل کلي او کورونه پرېږدي او ښاري سیمو ته مخه کړي.

د دې سازمان راپور وايي چې د مخکني اټکل خلاف، د روان میلادي کال له پيل راهیسې لږ تر لږه ۴۱۱ زره افغانان د جګړې له امله له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې زیات خلک شمالي ولایتونو لکه کندز او بغلان کې بې‌کوره شوي او جنوب کې یې د هلمند او ارزګان د خلکو یادونه کړې چې د جګړې د شدت له امله نورو سیمو ته تښتېدلي دي.

وسله‎والو طالبانو وروستیو څو میاشتو کې ټول افغانستان کې خپلو حملو ته شدت ورکړ.

ملګري ملتونه په‎ داسې حال‎ کې کندز او هلمند کې د وروستیو جګړو له امله د خلکو بې‌ځایه کېدو ته اشاره کوي چې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې هم په وروستیو کې جګړې زور اخیستی او د هغو کسانو شمېر د زیاتېدو په حال ‎کې دی چې د جګړې له امله تښتي.

د دې ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې سلګونه کورنۍ د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش د حملو له کبله اړ شوي چې خپل کورونه او مالونه پرېږدي او د جلال‎اباد ښار په ګډون نېږدې سیمو ته ولاړ شي.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي جلال‎اباد کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"هېڅ فامیل زموږ په کلي کې نه‎دی پاتې، زنانه او ماشومان داسې کډه شوي چې هېڅ شی یې هم له ځانه سره نه‎دي اخیستي. هر چا همدومره کړي چې خپل ماشوم واخلي او وتښتي نور هر څه راڅخه پاتې شوي دي."

د پاس پچیر یو بل اوسېدونکی چې هغه هم له خپلې کورنۍ سره جلال‎اباد ته تښتېدلی وايي:

"له یوې خوا داعش و او له بلې‌خوا حکومت نو موږ به څه کول؟ مجبور وو چې وتښتو. موږ مجبور یو چې په ډاګونو او میدانونو کې واړوو."

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې په پچیراګام ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله بې‌ځایه شویو خلکو ته به د مرستو لړۍ پيل شي.

خو د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د جګړې له امله په پنځو بې‌ځایه شویو افغانانو کې لږ تر لږه یو تن په ‎داسې سیمه کې مېشت شوي چې هېڅ ډول بشري مرستې نه ورته رسېږي او مرستندویه ټولنې کار نه‎کوي.

XS
SM
MD
LG