د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

اشرف غني او عبدالله عبدالله پر سخي زیارت حمله وغندله


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبه کابل کې د "سخي" پر زیارت وسله‎واله حمله په شدت وغندله.

د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر غني په حواله وايي، دا حمله ترورېستي ډلو کړې او په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو له پيروانو سره د هغوی دښمني څرګندوي.

د افغانستان ولسمشر د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې پر هغو خلکو حمله چې د عاشورا د مراسمو د لمانځنې لپاره د کارتې سخي سیمې په "سخي" زیارت کې راغونډ شوي وو، غیر انساني او غیر اسلامي کار بللی دی.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي، د عاشورا پر عزادارانو داسې غیر انساني حمله د اسلام له دین او د خلکو له عقایدو سره د ترورېستانو د دښمنۍ څرګندونه کوي.

ولسمشر غني ویلي، د داسې حملو یو هدف د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو تر منځ د دښمنۍ او تفرقې خپرول دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني همداراز په افغانستان کې پر شیعه او سُني دیني عالمانو غږ کړی چې د خبرپاڼې په حواله، د افغانانو د وحدت د ساتلو لپاره هڅې او د خلکو د پوهاوي لپاره دې مرسته وکړي.

کابل ښار د ده محرم په شپه د خونړیو پېښو شاهد و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

ولسمشر خلکو ته ډاډ ورکړی چې حکومت به د عاشورا د مراسمو د امنیت ټینګولو لپاره هره هڅه وکړي.

ښاغلي غني ویلي چې د خلکو لپاره پر سپېڅلو ځایونو، زیارتونو او هغو سیمو کې چې ملکي وګړي راغونډېږي، وسله‎والې حملې د بشري جنایت نښه ده خو دا د افغانانو د مذهبي مراسمو مخنیوی نه‎شي کولای.

همدارنګه د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل رسمي فېسبوک پاڼه کې پر سخي زیارت حمله په شدیدو الفاظو غندلې او د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه‌یې غوښتي څو له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره د عاشورا د عزادارانو د ځان په ساتنه کې هڅه وکړي او دښمن وځپي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي خلک او یو د پولیسو افسر شامل دي.

روېټرز خبري اژانس د صدیقي په حواله لیکلي چې حمله کوونکي د پولیسو جامه اغوستی وه او له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.

مخکې داسې ویل شوي وو چې درېیو تنو حمله کړې وه.

په ټول افغانستان کې به نن چهارشنبه چې د هجري قمري کال د محرم‎الحرام میاشتې له لسمې سره برابره ده، د عاشورا مراسم ترسره شي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزرات د عاشورا مراسم د نړۍ د مسلمانانو لپاره تاریخي ارزښت بللې او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي:

"عاشورا د اسلام د ستر پیغمبر د لمسي او د هغه د ۷۲ ملګرو او کورنۍ د غړو د مظلومانه شهادت تاریخي ورځ او یوه مهمه نړیواله پېښه ده."

د نړۍ د زیاتو هېوادونو مسلمانان، په ځانګړي ډول شیعه‎ګان په‎ دې ورځ خاص مراسم ترسره کوي.

د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا غړي مولوي محمد قاسم حلیمي وايي، ولسمشر غني په وروستیو کې له یو شمېر «شیعه او سُني» دیني عالمانو سره په غونډه کې د عاشورا د مراسمو پر امنیت خبرې کړې وې.

مولوي محمد قاسم حلیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"د عاشورا عزادارانو ته د علما، سیاسي شخصیتونو ، امنیتي چارواکو او ولسمشر سپارښتنه دا وه چې له بې معنی غونډو او په غیر مصؤنو سیمو کې له بې‌ځایه ناستو په جدیت ډډه وکړي."

شیعه عالم محمد سالم حسني چې له ولسمشر سره په‎ دې غونډه کې و، ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې افراطي حرکتونه د عاشورا په مراسمو کې ځای نه‎لري او باید ډډه ورڅخه وشي.

کابل کې د تیرې شپې پېښه
کابل کې د تیرې شپې پېښه

محمد سالم حسني وايي:

"دا چې خلک په ځنځیرونو، تیغونو او چړو ځانونه وهي او خپله وینه بهوي، د زیاتو شیعه عالمانو له نظره حرام کار دی. دا هم خلکو ته فزیکي ضرر لري او هم د خشونت یو ډول نمایش، څرګندونه کوي. دا ان د شیعه‎ګانو د مذهبي کارونو په وړاندې منفي نظر پیدا کوي."

د رپوټونو پر اساس، د کابل په زیاتو سیمو کې چې شیعه‌ګان اوسي، تورې لوحې بندې او خیمې درول شوي چې خلکو ته وړیا خواړه او چای ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، په عامه ځایونو او لارو کې پر دې مراسمو بندیز و خو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د افغانستان شیعه‎ګانو د عاشورا مراسمو ته رونق ورکړی دی.

امنیتي ادارو د عاشورا له عزادارانو وغوښتل چې خپلې غونډې په هغو تکیه‌خانو پورې محدودې کړي چې مخکې له مخکې په نښه شوي او امنیت‌یې نیول شوی دی.

د کابل ګارنېزیون مشر تورن جنرال ګل نبي احمدزی
د کابل ګارنېزیون مشر تورن جنرال ګل نبي احمدزی

د کابل د ګارنېزیون مشر تورن جنرال ګل نبي احمدزي پرون خبریالانو ته وویل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال امنیتي وضعیت نازک دی او له دې امله باید خلک پر سړکونو او خلاصو ځایونو کې له غونډو ډډه وکړي.

کابل کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هم په یوه زیارت کې د عاشورا په ورځ په انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۵۴ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور زخیمان شول.

هغه مهال په مزارشریف کې هم په یوه زیارت کې د چاودنې له امله ۴ تنه زخیمان شوي وو.

XS
SM
MD
LG