د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د ښځو بېلابېل بنسټونه: بروکسل کې دې زموږ غوښتونو ته پام وشي


په ولسي جرګه کې د ښځینه و کیلانو څخه جوړ د «کاکس ګروپ» په نامه ډلې، د شنبې په ورځ په یوې ناسته کې له افغانستان سره له مرستندویو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د دې ګروپ غوښتنې په پام کې ونیسي.

دوی د هغه سند په اړه چې د بروکسل غونډې ته وړاندې کېدونکی دی، له دوی سره پرې مشوره نه ده شوې.

په داسې حال کې چې د بروکسل ناستې ته دوه ورځې پاتې دي، په ولسي جرګه کې ځینې ښځینه غړې، د ځوانانو شبکه، د ښځو د سیاسي مشارکت په نامه د «کاکس ګروپ» او د ښځو د سولې او امنیت ډله، له مرستندویو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې په دې ناسته کې دې، د دوی غوښتنې په پام کې ونیول شي.

دوی خپلې غوښتنې د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته بیان کړې.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي انتقاد وکړ چې حکومت، د افغانستان د ملي پراختیا سند، له ولسي جرګې سره شریک کړی نه دی.

دې وویل، د افغانستان د ملي پراختیا سند ۵ برخې لري چې یوه مهمه برخه یې د ښځو اقتصادي وده ده او تمه وه چې دا سند په ولایتونو او کلیو کې له ښځو سره شریک او مشورې یې اخیستل شوې وای.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي

هغه زیاته کړه:

"زموږ تمه داده هغه پروګرامونه چې د ښځو له اقتصادي ودې پورې اړه لري باید له ښځو سره پرې مشوره وشي، په دې دلیل کله چې د ښځو د اقتصادی ودې خبره کېږي نو، ښځې یوازې په ښارونو کې نه دي چې اقتصادې ودې ته اړتیا لري بلکې، اکثره نفوس په ولسوالیو، کلیو او بانډو کې اوسېږي او د هغوی ژوند باید د ښارونو په کچه شي، حکومت باید د اساسي قانون د ۹۰ یمې مادې له مخې، دغه سند مخکې له دې چې د بروکسل ناستې ته لېږل کیده، پارلمان ته د تصویب لپاره لېږل شوی وای."

پخوا تردې د ملي یووالي حکومت ویلي چې د بروکسل ناسته به، د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي او کومې ژمنې چې پکې د افغان حکومت له خوا کېږي، په جدي توګه به وڅارل شي.

په ورته وخت کې د ماليې وزارت چارواکي وايي، ټول هغه پروګرامونه چې د بروکسل غونډې ته وړاندې کېږي، د خلکو غږ او د هېواد وضعیت په کې په پام کې نیول شوی دی.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

د دې وزارت ویاند اجمل حمد عبدالرحیمزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د بروکسل غونډې ته په ټولو مسايلو، اجنداء او تیاریو کې، موږ د موضوع ټول اړخونه شامل کړي دي، د خلکو غږ مو اخیستی او نړیوالې ټولنې ته يې رسوو،ټول مسايل د خلکو د نظراو اړتیاو او د حکومت د لومړیتوبونو په اساس جوړ شوي دي."

ټاکل شوې ده د بروکسل کنفرانس د اکتوبر د میاشتې په ۵ مه د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو بنسټونو د استازیو په ګډون، د بلجیم په بروکسل کې جوړشي.

افغانستان ته د مرستو جلبول او دې هېواد پورې اړوند موضوعګانې د یاد کنفرانس د اجنداء عمده برخې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG