د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

فیصل: بروکسل کنفرانس ته د حکومت چمتووالی بشپړ شوی


افغان حکومت وايي، د بروکسل کنفرانس لپاره‌یې وروستی چمتووالی بشپړ کړی او له یوه جامع پلان سره به د اکټوبر په څلورمه او پنځمه دغه کنفرانس کې برخه واخلي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل تېره شپه له بروکسل نه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره اړین کارونه شوي او تمه ده د همدغو فعالیتونو په رڼا کې نړیواله ټولنه یو ځل بیا له افغانستان سره مرستې وکړي.

فیصل: د بروکسل کنفرانس لپاره د افغان حکومت امادګي بشپړه شوې ده.
فیصل: د بروکسل کنفرانس لپاره د افغان حکومت امادګي بشپړه شوې ده.

هغه زیاته کړه:

"د بروکسل کنفرانس لپاره د افغان حکومت امادګي بشپړه شوې ده، افغان پلاوي کې به د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس تر څنګ د کابینې غړي او د ولسي جرګې یو شمېر استازي هم وي، دا ځل وضعیت متفاوته دی، هغه وضعیت چې یو وخت به افغانستان سپین چکونه ترلاسه کول هغه اوس نه‌شته، ځکه هم افغان حکومت د همدغه وضعیت په پام کې نیولو سره لازمه امادګي نیولې ده، هغه فعالیتونه چې موږ تېرو میاشتو کې کړي هغه به نړیوال قانع کړي چې له موږ سره د همکاریو نوې ژمنې وکړي."

د ښاغلي فیصل په خبره د اکتوبر په څلورمه او پنځمه به د بروکسل په کنفرانس کې څه باندې اویا هېوادونه او له شلو زیات نړیوال سازمانونه تر ۲۰۲۰ کاله پورې له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي محمود صیقل هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د سوکالۍ په هدف په بروکسل کنفرانس کې ۷۶ هېوادونو او ۲۶ نړیوالو سازمانونو خپل ګډون تائید کړی دی.

اخوا ځینې کارپوهان له هغې ډلې ډاکټر امین فرهنګ په دې باور دی چې د بروکسل په کنفرانس کې به هېوادونه د ځان ښودلو لپاره زیاته مرسته اعلانوي خو د دغو مرستو عملي ورکړه مهمه ده چې دومره اسانه کار نه‌دی.

هغه زیاته کړه:

"په کنفرانس کې هېوادونه هر څومره چې وي هر یو له یو بل سره په سیالي کې لویه اندازه مرسته اعلانوي، خو ژمنه یو څه ده، ژمنه په هوډ بدلول بله خبره ده، بلاخره د همدغو مرستو تادیه وروستی پړاو دی چې په دې وخت کې ډېرې ستونزې رامنځته کېږي."

ښاغلی فرهنګ دا انتقاد هم کوي چې افغان حکومت د بروکسل کنفرانس لپاره له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړي مسایل له هغې ډلې انتخاباتي اصلاحات نه‌دي راوستي او له فساد سره په مبارزه کې یې هم د پام وړ پرمختګ نه‌دی کړی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG