د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۸

استانبول نن بیا د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو د خبرو کوربه دی


ټاکل شوې نن بیا د طالبانو او پاکستان د پلاوو تر منځ مذاکرات وشي.د طالبانو حکومت د پلاوي یو غړي دې خبرو ته هیله ښودلې خو د پاکستان د دفاع وزیر وار له مخه ګواښ کړی ویلي، که دا خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېږي “جګړه به وشي.”یو شمیر افغان پخواني دیپلوماتان او د چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې منفي بسانونه، د مذاکراتو پایلې لا له وړاندې بې ګټې کوي.

هغه خبرې چې د طالبانو حکومت د پلاوي غړي ورته هیله ښودلې خو د پاکستان د دفاع وزیر وار له مخه ګواښ کړی ویلي، که دا خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېږي “جګړه به وشي.”

د طالبانو د حکومت د پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي نن پنجشنبه د نومبر ۶ مه له استامبول ازادي راډیو ته وویل، هیله من دی چې "دواړه لوري نننیو خبرو کې مثبتې پایلې ته ورسېږي."

خو ها خوا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف جیو نیوز پاکستاني تلویزیون سره په خپلې یوې تازه مرکه ویلي: " که دا مذاکرات کامیابه نه وي نو کوم وضعیت چې اوس دی ممکن دا بدتره شي او موږ سره یوه لار ده چې که زموږ د خاورې پر ضد کوم اقدام کیږي یا زموږ هیواد او ابادي هدف ګرځول کیږي نو بیا موږ هم هماغه کوو چې موږ سره کیږي، جګړه به وشي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد چهارشنبه د نومبر په پنځمه په خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې استامبول کې د خبرو په دریم پړاو کې، د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق کوي.

د طالبانو په حکومت کې له دې خبرو باخبرو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د پلاوي په ترکیب کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال رحمت‌الله نجیب، په قطر کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سهیل شاهین، د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، او د دې وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي هم شامل دي.

که څه هم د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د خپل پلاوي ترکیب نه دی اعلان کړی، خو د پاکستان د حکومت ځینو باخبرو سرچینو هم د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د هغوی لور ته د پلاوي مشري د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اس ای) مشر عاصم ملک کوي.

د پاکستاني سرچینو په خبره، دا مذاکرات نن پنجشنبه د استانبول پر وخت د مازدیګر پر څلورو بجو پیلېږي چې د دوی د حکومت د ځینو پوځي مشرانو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګې مشر یې، سید علي حیدر ګیلاني هم په کې شامل دی.

په ورته وخت کې یو شمیر افغان پخواني دیپلوماتان او د چارو شنونکي په دې باور دي چې که پاکستان د مذاکراتو په اوسنیو مهمو پړاونو کې د دوی په خبره «منفي او د جګړې» بیانونه ورکوي، د مذاکراتو پایلې لا له وړاندې بې ګټې کوي.

له دې ډلې د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان دیپلومات او د چارو شنونکي زردشت شمس ازادي راډیو ته وویل:

"پاکستان وار له مخې د رسنیو له لارې خپل جرایحانه دریځ وړاندې کړي چې یا به افغانستان زموږ غوښتنې مني او یا به پرې عملیات کوي، چې دا خپله د مذاکراتو د روحیې کمزوري کول دي او پر افغانستان یې فشار راوستل دي، په دې صورت کې به دا مذاکرات کومه مثبته پایله ونه لري، خو که پاکستان چېرې د دې سیمې شرایطو ته وګوري بیا امکان لري دریمه لاره د جوړ جاړي پیدا شي او بیا ممکن طالبان هم تر یو حده ورسره حل کې همکاري وکړي خو پاکستان باید خپله، خپله ستونزه حل کړي."

د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، هغه درې ورځنۍ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې، او دواړو لوریو یو بل د خبرو د پرمختګ په برخه کې په نه همکارۍ تورن کړي وو.

خو دې خبرو د دوه نورو ورځو لپاره هم دوام وکړ چې د اوربند د دوام پر هوکړې پای ته ورسیدې، او په دریم پړاو خبرو ترسره کېدو هم توافق وشو.

دا خبرې اترې تر هغه وروسته پیل شوي چې پاکستان د « اکټوبر په ۹مه» په کابل او پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې ګڼو ملکي افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو حکومت چې دغه بریدونه یې د افغانستان د هوایي حریم نقض وباله، د غچ اخیستنې لپاره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان پرامنیتي مورچلو پراخ بریدونه وکړل چې په پایله کې یې دواړو اړخونو کې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شول.


XS
SM
MD
LG