د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

سرخط: د روسیې، پاکستان او طالبانو نوی مثلث جوړ شو


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د تفاهم لیک په تړاو له تور لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم د لیرې کولو او د طالبانو او روسیې د ورستیو اړیکو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا او ملګري هېوادونه یې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک څخه هرکلی وکړ.

خو د مطلب د لیکونکي په وینا اصلي خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د امریکا د متحدو ایالتونو له تور لیست څخه د حزب اسلامي د مشر او غړیو د نومونو د ایستلو په باب مطرح شوه.

په مطلب کې راغلي اوس امریکا وايي دا موضوع په څېړي او په دې اړه به د افغان حکومت هره غوښتنه جدي ګڼي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې یو امریکايي چارواکي چې نه یې دي غوښتي نوم یې واخیستل شي رویټرز خبري اژانس ته ویلي که د امنیت شورا فکر کوي چې په افرادو تحریم د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه نه دی، امریکا هم اړتیا لري چې دا ډول امکانات بیا وڅېړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، امریکايي چارواکو هڅه پیل کړې چې ګلبدین حکمتیار له تور لیست څخه وباسي، ځکه له هغه سر د افغان حکومت یوه ژمنه دا هم ده چې پرې لګېدلي نړیوال تورونه لرې کوي.

په مطلب کې راغلي چې د دې په بدل کې باید د حزب اسلامي غړي د سولې لپاره ژمنتیا په ډاګه او د سولې لپاره هلې ځلې د بري تر بریده ورسوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله نننۍ ګڼې کې د سر په مطلب کې لیکلي، په سیمه کې د روسیې، پاکستان او طالبانو نوی مثلث جوړ شو.

په مطلب کې وړاندې راغلي، ای اېس ای د مولانا فضل الرحمان په واسطه په اسلام اباد کې د کوټې شورا او حقانۍ شبکې له روسانو سره خبرو ته کښېنولي دي.

په مطلب کې راغلي چې، حقاني شبکې موافقه کړې چې د روسیې د ګټو لپاره به جنګېږي او ټاکل شوې چې په لنډو ورځو کې د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی د درنو وسلو د غوښتنې له یو لست سره مسکو ته سفر وکړي.

په مطلب کې که څه هم سرچینه نه ده په ګوته شوې خو لیکل شوي، د سرخط موندنې ښيي چې روسیې هوکړه کړې چې د طالبانو په بدل کې به له پاکستان سره د درنو وسلو، الوتکو او نورو پوځي تجهیزاتو مرسته کوي او په وزیرستان او بلوجستان کې به هغه وسله وال ځپي چې د پنجاب ګتې ګواښي.

XS
SM
MD
LG