د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

سولې شورا: نن "پنجشنبه" حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کېږي


تمه ده چې نن د افغانستان حکومت په کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا غړي او د اسلامي حزب شوراګانو د اتحاد مشر قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل:

"پنجشنبه د میزان اوله چې د سېپټمبر ۲۲مه ده، دغه توافقنامه به د استازو له لوري لاسلیک شي. د حکومت په استازیتوب ښاغلی اتمر، د اسلامي حزب په استازیتوب انجینر امین کریم او د سولې د عالي شورا په استازیتوب مولوي عطاالرحمن سلیم به سند لاسلیک کړي او د دې لپاره مختصر مراسم په نظر کې نیول شوي دي."

د اسلامي حزب د شوراګانو د اتحاد مشر قاضي محمد امین وقاد
د اسلامي حزب د شوراګانو د اتحاد مشر قاضي محمد امین وقاد

له اسلامي حزب سره د افغانستان د ملي یووالي حکومت ۱۸ میاشتې مخکې د سولې ابتدائي خبرې پیل کړې.

بیا د دې خبرو دوهم پړاو نېږدې شپږ میاشتې مخکې پیل شو او پرمختګونه په‎کې وشول.

د سولې عالي شورا چې کوم بلنلیک د نننۍ غونډې په ارتباط ازادي راډیو ته راستولی دی په هغې کې یې دې ته اشاره کړې ده چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د سولې د عالي شورا مشر پیر سید احمد ګېلاني، د دې شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم او د اسلامي حزب په استازیتوب د دوی د سولې د پلاوي مشر محمد کریم امین به ویناوې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه پوهاند ودیر ساپی په دې نظر دی چې د حکمتیار له ډلې سره روغه جوړه دا معنی نه‌لري چې طالبان به هم دستي سوله کوي.

د سیاسي چارو کارپوه پوهاند ودیر ساپی
د سیاسي چارو کارپوه پوهاند ودیر ساپی

ښاغلی ساپی وايي:

"فکر کوم طالبان به له دې موافقت‎نامې وروسته چې له حکمتیار صاحب سره لاسلیک کېږي، په دې فکر کې شي چې موږ هم باید داسې یوه لاره غوره کړو چې په خپل وطن کې ژوند وکړو، پرته له دې چې وینې تویې شي، خو دا خبره چې له اسلامي حزب سره به تړون طالبان دې ته اړ کړي چې راشي او ډېر ژر سوله وکړي، فکر کوم چې دا خبره لیرې ده."

د سولې عالي شورا غواړي چې له اسلامي حزب سره د روغې جوړې مراسم عادي ترسره شي، خو د سولې د عالي شورا مخکښ غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چې کله ملګري ملتونه له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار او د اسلامي حزب د یو شمېر نورو لوړپوړو کسانو نومونه لیرې کړي.

دې ته به زمینه برابره شي چې حکمتیار کابل ته راشي او هغه وخت به پراخ مراسم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG