د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

کارپوهان: له حزب اسلامي سره به وروستۍ موافقه وخت نیونکې وي


یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې لاهم افغان حکومت او حزب اسلامي د سولې په برخه کې د هوکړې رسېدو ته اماده نه دي.

یاد کارپوهان وايي چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقه به وخت نیونکې وي.

سیاسي کارپوه حاجي سید داوود د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د حزب اسلامي په شرایطو کې بدلون او د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات ددې لامل کېږي چې د سولې موافقې ته د دواړو خواوو رسېدل ستونزمن شي.

دی وايي دواړه خواووې تر اوسه د موافقې رسېدو ته اماده نه دي.

هغه زیاته کړه:

"زه فکر کوم دلته هم مشکلات زیات دي او که چېرته هغوی د افغانستان داخلي مشکلات په نظر کې نیسي او د هغې په رڼاکې خپلې فیصلې کوي، نو شاید دا ډېر وخت ونیسي او زه فکر نه کوم چې دواړه خواوو په کم وخت کې یوه تفاهم ته ورسېږي."

له دې وړاندې د حزب اسلامي پلاوي له افغان حکومت سره د سولې د پنځه وېشت مادیز توافقنامې پر سره هوکړې ته رسېدلی وو او تمه وه چې دغه توافقنامه کابل ته د حزب اسلامي د پلاوي له راتګ سره سم د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له لورې لاسلیک شي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د یادې توافقنامې د ځینو عبارتونو د تفسیر په اړه اختلافات موجود و چې له تشریح وروسته بیا هم د حزب اسلامي پلاوی د مشورې لپاره تللی دی.

د دغه شورا ویاند محمد امین مظفري وايي، داسې هیلې شته چې له حزب اسلامي سره د سولې بهیر یوې نتیجې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه:

"د دغه توافقنامې ځینې برخو توضیح او تشریح ته ضرورت درلود چې هغه توضیح او تشریح شوې، ددې هیله کېږي چې دغه پروسه وروستۍ شي او د خلکو لپاره د سولې پیغام ولري."

مظفري: داسې هیلې شته چې له حزب اسلامي سره د سولې بهیر یوې نتیجې ته ورسېږي.
مظفري: داسې هیلې شته چې له حزب اسلامي سره د سولې بهیر یوې نتیجې ته ورسېږي.

په همدې حال کې د حزب اسلامي یویې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې له حکومت سره د سولې خبرې وروستۍ شوي، د سولې د توافقنامې د اعلان په اړه چتموالی روان دی او دوی د حکومت ځواب ته منتظر دي.

له دې واړاندې جمهوري ریاست ویلي و هیڅ یوې وسله والې ډلې ته به د سولې په خبرو کې امتیاز ورنه کړي او د قانون خلاف غوښتنه به یې ونه مني.

له دې ټولو سره ـ سره سیاسي کارپوه شهزاده مسعود وايي چې دواړه خواووې باید خپل دریځونه نرم کړي ځکه که چیرته له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ناکامه شي افغانان به د سولې پر پروسې خپل بارو له لاسه ورکړي.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG