د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

حزب اسلامي سره د سولې بهیر د پرمخ بیولو په اړه د حکومت چمتوالی


د سولې عالي شورا یو وار بیا دا ردوي چې ګڼې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ شوی او وایي حکومت دې ته چمتو دی څو د سولې بهیر له حزب اسلامي سره مخته یوسي.

د دغې شورا ویاند امین الدین مظفري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی مقابل لوري ته په تمه دي تر څو د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

ښاغلي مظفري زیاته کړه:

"تر اوسه هیڅ داسې نظر چې د سولې مخالفت وکړي موږ ته نه دی رسیدلی او هیله لرو چې ډېر ژر د هوکړه لیک تر لاسلیکولو وروسته بېرته را ستانه او دا بهیر نهایې شي."

ښاغلي مظفري په دې اړه چې له حزب اسلامي سره به بل پړاو خبرې کله وشي، څه ونه ویل.

څه موده مخکې افغان حکومت او د حزب اسلامي مذاکره کوونکي پلاوي پر یوه پنځه ویشت ماده یې سند موافقه وکړه او حکومت وویل چې ډېر ژر به په خپله حکمتیار کابل ته راشي.

خو لا هم له حکمتیار سره د سولې د خبرو څرک نه لګیږي او له دې وړاندې د اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ازادي راډيو ته وویل چې د حزب اسلامي له خوا تازه شرایطو دغه خبرې ټکنې کړي دي.

د بهرنیو ځواکونو وتلو ته د مهالویش ټاکل، له امریکا او ناټو سره د لاسلیک شوېو سندونو لغوه کول او تر دوو کلونو د حکومت پای ته رسول د ښاغلي محمد خان په وینا د حزب اسلامي اساسي شرطونه و.

خپله ښاغلي حکمتیار د اختر په مناسبت خپور شوي پیغام کې پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ چې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم ځينو رسنیو ته ویلي چې تمه کیږي دواړه لوري تر راتلونکو دوو اونیو پورې درېیم ځلي د سولې خبرې پیل کړي.

خو د چارو کارپوه احمد سعیدي بیا په دې باور دی چې حزب اسلامي دې ته انتظار باسي څو د دوو کلونو په پوره کېدو سره د ملي وحدت حکومت برخلیک روښانه شي.

د چارو کارپوه احمد سعیدي
د چارو کارپوه احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"هغه هېوادونه لکه ترکیه، پاکستان او سعودي چې د حکمتیار پلوي کوي، دا تشویش لري چې دوه میاشتې وروسته به د ملي وحدت حکومت برخلیک څه شي. هغوی ورته وایي ته حوصله وکړه که دوه میاشتې وروسته دغه حکومت پاته شو، نو خبرې دې وکړي. خو که دغه حکومت نه وي نو څه ضرور دی چې ځان بدنامه کړي او ولاړ شي کابل ته."

خو دا چې ایا د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ به د سولې بهیر بیا کله پیلیږي او ایا دا موافقت نامه به د حکومت د مشرتابه او ګلبدین حکمتیارله خوا لاسلیک کیږي او که نه، دا هغه څه دي چې د وخت په تیریدو به روښانه شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG