د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

له جګړو بې ځایه شوي افغان کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


یو شمېر هغه افغانان چې په دې وروستیو کې د جګړو او طبعيي پېښو له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي وایي، سختو مرستو ته اړتیا لري.

دوی له حکومت او نړیوالو غواړي چې اصلي سیمو ته د دوی د بېرته ګرځېدو په برخه کې ورسره مرستې وکړي.

دغو بي ځایه شویو کسانو د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د مجبوریت له مخې نشي کولای خپلو کورونو ته و ګرځي او اوس له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د هلمند له نادعلي ولسوالۍ څخه مرکز لښکرګاه ته کډه شوی عبدالعزیز وایي:

"د چاه انجیر خلګ چې را کډه شوي دي نشي کولای خپلې وسایل راوړي او دلته هم ورسره چا مرسته نه ده کړې، دولت څه مو غوښتنه دا ده چې زموږ سیمې ازادي کړي."

د سرپل اوسېدونکی محمد علم بیا چې د طبیعي پېښو له امله له خپلې کورنۍ سره بلخ ته تللی وایي، په تېر یوه کال کې له یو ځل نه پرته نور هیڅ ډول مرستې ورسره نه دي شوي:

"موږ ټول دلته در په دره ګرځو، هم هغه اول کال چې مرستې راسره و شوې، نور هيڅ مرستي نه دي شوي."

په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو بحران ملګري ملتونه هم اندېښمن کړي دي.

په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو بحران ملګري ملتونه هم اندېښمن کړي دي.
په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو بحران ملګري ملتونه هم اندېښمن کړي دي.

د منځني ختیځ او اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال راشد خلیکوف کابل ته د وروستي سفر پر مهال وویل چې یوازې روان میلادي کال شاوخوا دوه لکه افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي.

نوموړی وایي، له دې سره په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېره ۱،۲ میلیونه وګړو ته رسېږي.

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت بیا وایي، دغه وزارت د بې ځایه شویو وګړو لپاره د مرستو ځانګړې بودجه نه لري او یوازي نړیوالې مرستې همغږې کوي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وایي، په دې برخه کې د نړۍ زیاتو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

هغه زیاته کړه:

"زه پر نړیوالو غږ کوم چې د بې ځایه شویو ستونزو ته چې ډېرې جدي دي، پام وکړي او خپلې مرستې دي په دې برخه کې زیاتې کړي."

هلمند، ننګرهار، بغلان او کندز هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهدان و او د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تر ډېره د دغو سیمو خلک له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ "UNHCR" ویاند نادر فرهاد وایي، د بې ځایه شویو کسانو بېرته ګرځول یوه اوږد مهاله پروسه ده او افغان حکومت باید په دې برخه کې خپل د رهبری رول ادا کړي.

نادر فرهاد
نادر فرهاد

هغه زیاته کړه:

"د هغو بي ځایه شویو د بېرته را ګرځولو لپاره چې کلونه کلونه یې په نورو سیمو کې تېر کړي، اړتیا شته چې افغان دولت د رهبرۍ په رول کې کار وکړي او زموږ په څېر ادارې د هغو پروګرامونو په عملي کولو کې مرسته کوي چې له دوی سره خپلو سیمو ته په ګرځېدو کې ګټور تمامېږي."

خو نوموړی وایي، د جنګ دوام آن د بې ځایه شویو کورنیو د دقیق شمېر معلومول او هغو ته د لومړنیو مرستو رسول ستونزمنوي.

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وایي، په افغانستان کې بې ځایه شویو وګړو ته د نه پاملرنې په صورت کې به دغه هېواد له یوه ستر بشري ناورین سره مخامخ شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG