د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د شاه امان‌الله خان په اړه شنونکي او تاریخ پوهان څه وايي؟


یو شمېر افغان شنونکي او تاریخ پوهان وايي، امان‎الله خان د دې له امله چې د هېواد د پرمختګ لپاره‌یې پروګرامونه ترتیب او له خلکو سره‌یې مینه لرله، د مترقي او روشنفکرو افغانانو مینه ورسره پیدا شوه.

د دې شنونکو او تاریخ پوهانو په نظر، د مدرسو، ملکي او نظامي ښوونځیو جوړول، د نړۍ له هېوادونو سره د یو لړ تړونونو لاسیک کول، د ملي ارشیف، سینما او ټیاټر فعالول، د مطبوعاتو پراختیا چې تر ډېره ځایه په‎کې د ښځو علمي او فرهنګي لاسته راوړنې خپرېدلې او په نوې بڼه د تاریخ لیکنې دودول او داسې نور، د شاه امان‎الله خان په فعالیتونو کې شمېرل کېږي.

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد حبیب‌الله پنجشیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې شاه امان‎الله خان د افغانستان لپاره یو مؤثر شخصیت وباله:

"زه شاه امان‌الله په هماغه وخت او احوال کې د ټولنې لپاره یو ګټور شخص ګڼم او له یو څو منفي ټکو پرته‌یې ستایم. ده غلامي لغوه کړه او دا یو مهم ګام و. شاه امان‎الله په سیاسي، علمي، نظامي او اقتصادي برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلې."

حبیب اله پنجشیري شاه امان‎الله د افغانستان لپاره یو مؤثر شخصیت وګاڼه.
حبیب اله پنجشیري شاه امان‎الله د افغانستان لپاره یو مؤثر شخصیت وګاڼه.

ښاغلی پنجشیری وايي، د امان‎الله بله ځانګړتیا دا وه چې د ښځو حقونو او د دوی اساسي ازادۍ ته‌یې پاملرنه وکړه.

د اساسي قانون د طرحې جوړول چې په‎کې له هر ډول تبعیض څخه پرته د نارینه او ښځو حقوق په مساوي توګه ځاې شوي، د امان‎الله خان بله لاسته راوړنه ده.

امیر امان‌الله خان د امیر حبیب‎الله زوی په ۱۸۹۲یم میلادي کال کې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

د شنونکو په باور امان‎الله خان له وړکتوبه هوښیار او ځیرک و او تل‌یې هڅه کوله چې د هېواد د وضعیت په اړه معلومات ولري.

امان‎الله خان په ۱۹۱۹ میلادي کال د ده د پلار له وژل کېدو وروسته، په کابل کې د سلطنت پر ګدۍ کېناست.

ده چې د انګرېزانو پر وړاندې پاڅون اعلان او د هېواد سیاسي استقلال‌يې ترلاسه کړ، خلکو ورته د غازي لقب ورکړ.

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې رئيس عبدالحمید مبارز ازادي راډیو ته وویل، امان‎الله خان د سلطنت له اعلانولو وروسته خلکو ته خطاب وکړ چې وروسته له دې باید د افغانستان خلک ازاد ژوند وکړي.

مبارز: امان‎الله خان د سلطنت له اعلانولو وروسته خلکو ته خطاب وکړ چې وروسته له دې باید د افغانستان خلک ازاد ژوند وکړي.
مبارز: امان‎الله خان د سلطنت له اعلانولو وروسته خلکو ته خطاب وکړ چې وروسته له دې باید د افغانستان خلک ازاد ژوند وکړي.

ښاغلي مبارز زیاته کړه:

"ده د کابل په مراد خانۍ میدان کې ازادي په دې کلیمو اعلان کړه چې موږ باید نور د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، په خپلو کورنیو او بهرنیو اړیکو کې ازاد واوسو او خلک مو ازاد وي."

امان‎الله خان د افغانستان د ژورنالېزم پلار محمود طرزي د افکار تر اغېز لاندې و او د همدې له امله‌یې د هېواد په سیاسي او فرهنګي چارو کې مثبت بدلونونه راوستل.

له دې سره-سره، د شاه امان‎الله خان ځیني اقدامات لکه د ښځو د حجاب لیرې کېدل، د زده‎کړو لپاره بهر ته د نجونو استول او داسې نور، د ځینو کړیو له جدي مخالفت سره مخ شول.

بل افغان لیکوال او څېړونکې حبیب‌الله رفیع وايي، انګرېزانو د شاه امان‎الله خان مثبتې هلې ځلې نه‌شوې زغملې، له همدې امله‌یې د ده پر وړاندې ځینې کړۍ مخالفتونو ته وهڅولې.

رفیع وايي، انګریزانو د شاه امان‎الله خان مثبتې هلې ځلې نه شوې زغملې
رفیع وايي، انګریزانو د شاه امان‎الله خان مثبتې هلې ځلې نه شوې زغملې

ښاغلي رفیع زیاته کړه:

"کوم اصلاحات چې اعلیحضرت امان‎الله خان راوړل د افغانستان د پرمختګ لپاره وو. د بېلګې په ډول کله چې امان‎الله خان د روغتیايي زده‌کړو لپاره یو شمېر نجونې د ترکیې اسلامي هېواد ته ولېږلې، انګرېزانو ځینې کړۍ ولمسولې چې ګواکې امان‎الله خان نجونې بهر ته لېږي او دا یوه بې‌ناموسي ده. په همدې توګه د ځینو متعصبو او مزدورو کړیو له‎خوا، لمسونې پیل شوې او له امان‎الله خان سره‌یې مخالفت اعلان کړ."

ښاغلی رفیع وايي، کله چې امان‎الله خان له دغو مخالفتونو او بلوا سره مخ شو، په ۱۹۲۹میلادي کال کې یې واک پرېښود.

ښاغلي رفیع ټینګار وکړ چې د ازادۍ ساتلو لپاره ځوان کهول ته په کار ده چې زده‌کړې وکړي او د هېواد مینه وپالي تر څو د غلیمانو له توطئو باخبره وي.

غازي امان‎الله خان د ۱۹۶۰ میلادي کال د اپرېل په ۲۶مه په بهر کې ومړ، جنازه‌یې هېواد ته راولېږدول شوه او په جلال‌اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG