د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ارګ: د پاکستان خپل سري اقدامات د افغانانو احساسات پیاوړي کوي


د افغانستان حکومت وایي، تر وروستي بریده هڅه کوي له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې اړوند ستونزې له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.

جمهوري ریاست وایي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د خپل سرو اقدامات دوام یوازې د دغه هېواد خلاف احساسات پیاوړي کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د حکومت هڅه دا ده څو له پاکستان سره ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي خو په ورته وخت کې په دې برخه کې نړیوالو قوانینو ته د مراجعې خبره هم کوي.

مینه پال: له پاکستان سره به ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي
مینه پال: له پاکستان سره به ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"ټول هغه نړیوال اصول به موږ تعقیب کړو چې په نړۍ کې عرف دي چې له هغې لارې داسې ستونزې حلیږي."

ښاغلي مینه پال مشخصاً دا ونه ویل چې ایا افغان حکومت به له پاکستانه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه کوي او که څنګه.

خو له دې وړاندې یوې مؤثقې دولتي سرچیني د نوم نه خپرېدو په شرط خبریالانو ته ویلي و چې دوی به د ډیورنډ پر کرښې د پاکستان له خوا سرغړونې مستندې او ملګرو ملتونو ته به یې وسپاري.

عزیز: تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې جاري وي.
عزیز: تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې جاري وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د بي بي سي اردو څانګې ته ویلي چې تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې جاري وي او په خبره یې هېواد یې نه له افغانستان سره کومه هوکړه تر پښو لاندې کړې او نه یې هم له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې پر دې موضوع بحث وکړ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دواړو خواو د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د شته ستونزو د حل د یوه مېکانېزم پر جوړېدو موافقه کړې ده.

اخوا ویسا ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله یو مطلب کې لیکلي چې د افغان حکومت او پاکستان تر منځ د پوځي مېکانېزم پراساس د سټنډر‌ډ عملیاتو پر پروسیجر یا "اس او پي" هوکړه شوې.

په مطلب کې راغلي چې په دغې هوکړې کې ګډ پوځي عملیات، ګډ مرکزونه او د څارنې دروازې جوړول شامل دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تېرې اوونۍ شخړه چې دواړو خواوو ته یې ځاني او مالي تلفات هم واړول پر تورخم د پاکستان له خوا د تاسیساتو د جوړولو پر سر را پورته شوه چې لا یې هم دغه هېواد د جوړولو د دوام خبره کوي.

د سرتاج عزیز او نورو پاکستاني چارواکو څرګندونو د افغانستان د مشرانو جرګې غبرګون هم راوپاروه.

مسلمیار: حکومت پر ډیورنډ کرښه له پاکستان سره معامله نه کوي
مسلمیار: حکومت پر ډیورنډ کرښه له پاکستان سره معامله نه کوي

د دغه جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وايي:

"د ډیورنډ پر کرښه هیڅ نوع معامله موږ ته د منلو وړ نه ده. موږ د سرتاج عزیز او د دوی د پوځ د ویاند خبرې غندو."

د چارو کارپوه او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي وایي، پاکستان ښایې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکړي خو حکومت ته سپارښتنه کوي چې دا موضوع د نړیوالو او خلکو سره په مشورې حل کړي.

سعیدي: د ډیورنډ د شخړې موضع دې د نړیوالو او خلکو سره په مشورې حل شي.
سعیدي: د ډیورنډ د شخړې موضع دې د نړیوالو او خلکو سره په مشورې حل شي.

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"بهتره ده افغانستان پر دې موضوع له نړیوالو ملګرو لکه امریکا او انګلیس سره مشورې وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې مطرح او د افغانستان له خلکو سره مشوره وکړي، بیا یې په اړه تصمیم ونیسي."

ښاغلی سعیدي وایي، پرته له دې د افغان حکومت هره پریکړه به تیروتنه وي.

تمه کیږي چې افغان او پاکستاني لوري د ډيورنډ په اوږدو کې د ستونزو په اړه خپلو کې خبرو ته دوام ورکړي او دا چې وروستۍ پریکړه به یې څه وي، دا به د وخت په تېرېدو سره روښانه شي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG