د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د ډېورنډ پر پوله جوړه جرګه ناکامه شوه


د پکتيا ولايت ډنډې پټان ولسوالۍ بړوکي سيمه کې د پولې دواړو غاړو قومونو او پرتو قبيلو په صفري نقطه د تاسيساتو جوړېدو مخنيوي لپاره جرګه وکړه چې وروسته له بحثونو او وخت اخيستلو بې پايلې پای ته ورسېده.

د ډېورنډ پر پوله دواړو لوريو پرتو قبيلو مشران وايي چې دوی په صفري نقطه د تاسيساتو جوړېدو پر سر د جګړې او قبيلو ته د ورپېښېدونکي زيان مخنيوي لپاره جرګه وکړه، خو د پولې پورې غاړه مشران له پرلپسې وخت اخيستو سره سره ونه توانېدل چې د پښتنخوا په حکومت د جرګې مشروعيت او پرېکړه ومني.

په پټان کې د کرښې دې غاړې مشران وايي، دوی هڅه وکړه چې د جرګې له لارې پاکستاني ځواکونه د قومونو او قبيلو په غوښتنه د تاسيساتو جوړېدو څخه لاس په سر کړي خو ونه توانېدل، د څمکنيو قومي مشر ملک مټاخان وویل:

"د پټان، بوړکي سيمه کې موږ ټول قومونو مشران د توريو د مشرانو سره کېښناستو او ورته مو وويل چې د تاسيساتو مخه ډب شي او دلته نور کار ودرول شي، خو بیا هم ونه درول شو او يوه هفته دغې جرګې دوام وکړو."

دوی وايي نږدې يوه اوونۍ دې جرګې دوام وکړ او د کرښې پر دواړو غاړو پرتو قبيلو مشرانو په دې بحثونه وکړل چې څنګه کولای شي، د پاکستاني ځواکونو د تاسيساتو جوړېدو مخه ونيسي، د جرګې يو ګډونوال حاجي مامور زیاته کړه:

"موږ قومونه سره کېناستو او ومو ويل چې که د تاسيساتو پر سر شخړه کيږي دواړو لورو ته پښتانه مري، بايد مخه يې ونيول شي او قومي جرګه بايد په دې فيصله ورسيږي چې د تاسيساتو مخه ونيسي؛ ځکه موږ د دواړو لوريو خلک په دې جګړه کې ژوبليږو او تاوان را اوړي او بايد مرګونه ونه شي، نه موږ څوک بېلولی شي او نه بېل شوي يو، په خپلو کې دوستۍ او خېښۍ لرو او ګډ کلتور مو دی، خو بيا دوی له موږ نه وخت واخيست چې د هغوی حکومت منفي ځواب ورکړ، دوی هم موږ ته وويل چې موږ ونه توانېدو، نور تاسې پوهېږئ او کار مو، موږ ونه شول کولای د دې کارونو مخه ډب کړو."

ده دا هم وويل چې دوی ته له منفي ځواب ورکولو وروسته اوس د کرښې دې لوري پراته قومونه او قبيلې په دې سلا کوي چې له خپلې خاورې د دفاع لپاره په کوم ډول د حکومت ترڅنګ ودريږي.

د ډېورنډ کرښې پر سر د راپورته شوې مسلې د حل جرګې يو بل ګډونوال حاجي سخي وايي، چې دوی په پرلپسې ډول دا هڅه وکړه چې پاکستاني ځواکونه تاسيسات ودروي او د حکومتونو ترمنځ جګړې مخه ډب شي، خو بريالي نه شول:

"موږ غوښتل چې قومونو سره کېنو او د تاسيساتو مخه د جرګې له لارې ونيسو، قومونه راغلل يوه هفته مو په دې جر او بحث وکړ او ټول بحث په دې تمام شو چې کرښې هغه خوا پښتانه وروڼه به په خپل حکومت جرګه او د جرګې مشروعيت مني، خو هغوی له درې څلورو وروځو وروسته بېرته ځواب راکړ چې دوی نه شي کولای په خپل حکومت کار ودروي او تاسې چې څه کوئ هغه ستاسو پرېکړه ده، نو موږ هم اوس په خپلو منځو کې ناستې ولاړې لرو چې قومي مشران د بيا لپاره څه تصميم لري."

د ده په خبره اوس قومونه او د قبيلو مشران له خپلو سيمو د دفاع په خاطر په سلا مشورو او پرېکړو لګيا دي وايي، په دې به جرګه کيږي چې د خپلې خاورې څخه په څه ډول ساتنه وکړی.

د پکتيا په پټان ولسوالۍ کې د ډېورنډ پر کرښه د تاسيساتو جوړېدو خبره په داسې مهال کيږي چې نږدې يوه اوونۍ وړاندې د تورخم په دروازه کې د تاسيساتو جوړېدو پر سر شخړه کې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او پکتياوالو د مرګ ژوبلې مخنيوي په موخه وار له مخه جرګه وکړه، خو بې پايلې پای ته ورسېده.

راپور- داوود تپان

XS
SM
MD
LG