د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

عاصم باجوه: چې هر رنګه وي په تورخم کې دروازه جوړیږي


تمه ده چې د تورخم لار نن پاکستان پرانیزي. دا لاره له تېرې یکشنبې راپه دې خوا وروسته تر دې وتړل شوه چې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو تر منځ ډزې وشوې.

په تورخم کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې نن به لاره خلاصه کړو.

کابل او اسلام اباد دا مني چې په تورخم کې درې ورځنۍ جګړه د هغو تاسیساتو پر سر پیل شوه چې پاکستان جوړول.

په پاکستان کې د افغانستان سفیرحضرت عمر زاخیلوال پرون په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او دواړو لورېو موافقه وکړه چې جګړه ودریږي او ستونزه د خبرو له لارې هواره شي.

په ورته وخت کې د پاکستاني رسنیو په وینا د دواړو هېوادو د سرحدي ځواکونو د مشرانو ترمنځ هم پرون خبرې وشوې.

باجوه:په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړېدل د دواړو هېوادو په ګټه دي
باجوه:په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړېدل د دواړو هېوادو په ګټه دي

د پاکستان د پوځ ویاند ډګرجنرال عاصم باجوه تېره ورځ په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړېدل د دواړو هېوادو په ګټه دي:

"چې هر رنګه وي دروازه جوړیږي. دا دروازه د پاکستان په خاوره کې ده. نژدې ۳۷ متره د پاکستان په داخل کې ده. نو د هغې په برخه کې هیڅ شک نه شته. خو دا خبره هم سمه ده چې له سرحدي سیسټم سره سم افغانان هم ترې مساوي ګټه واخلي. دا د دواړو هېوادو لپاره ښه ده. دلته به خلک دریږي، کتل کیږي د پولي دواړو خواوو ته به هر حرکت څارل کیږي."

په تورخم کې د دې دروازې کار د یکشنبې په ورځ د جګړې له پیلېدو سره ودرید.

بیا د دوشنبې په ورځ جګړه غلې شوه او د ځینو راپورونو له مخې پاکستاني لوري بېرته کار پیل کړ چې له دې سره بیا ډزې پیل شوې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زاخیلوال وایي چې له پاکستاني چارواکو سره یې موافقه کړې ده چې په تورخم کې به د تاسیساتو مسئله د خبرو له لارې هواروي او تر څو چې دا ستونزه هواره شوې نه وي پاکستان به هلته کار نه کوي.

XS
SM
MD
LG