د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

عزيز: پاکستان او افغانستان دې د تورخم ستونزه په خبرو حل کړي


په داسې حال کې ده چې پر پاک افغان پوله تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ لا هم تاوترېخوالى دوام لري، د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي:

"ضروري ده چې دواړه هېوادونه روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي."

له تېرو درېيو ورځو راهيسې د افغانستان او پاکستان پر سرحدي سيمه تورخم کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ حالات ترينګلي دي چې په نتيجه کې يې دواړو غاړو پر يو بل ډزې کړي او دواړو خواوو ته پخ کې ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

پاکستان وايي چې د افغان ځواکونو په ډزو کې د امنيتي ځواکونو د يو ميجر علي جواد خان چنګيزي وژل شوى او څو تنه نور سرتېري يې په کې ټپيان شوي دي.

له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستانيو سرحدي ځواکونو په ډزو کې تر دې دمه ٣ افغان سرحدي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د چهارشنبې په ورځ پر پاک افغان پوله تورخم کې په رامنځته شوی کړکېچ اندېښنه او د ميجر جواد علي په مړينه خواشيني ښودلې او ټينګار يې کړى چې"دواړه خواوې بايد دا موضوع د خبرو اترو له لارې اواره کړي."

پاکستانيو ځواکونو غوښتل په تورخم کې پر خپلې خوا دروازه جوړه کړي
پاکستانيو ځواکونو غوښتل په تورخم کې پر خپلې خوا دروازه جوړه کړي

په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښتې پيل شوې چې پاکستانيو ځواکونو غوښتل په تورخم کې پر خپلې خوا دروازه جوړه کړي چې دا ګام د ترهګرو د مخنيوي او د دواړو هېوادونو د امنيت لپاره مهم بولي.

د خارجه چارو وزارت د ياد وزارت د سلاکار سرتاج عزيز په حواله په يوې خبرپاڼه کې ويلي:

"په تورخم کې د سرحدي تنظيم پر پوله د غېر قانوني تګ راتګ، د قاچاقي توکيو د مخنيوي، د خلکو او موټرونو د سهولت او همدا شان د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره مهم دى."

ښاغلي عزيز همدا راز د پولي په دواړو غاړو کې تل پاتې سوله او ثبات د سرحد په تنظيم پورې تړلى او په خبره يې د پولي تنظيم د دواړو هېوادونو او ولسونو د امنيت لپاره ضروري دى او ټينګار کوي چې دا پر پوله له موثرو ګامونو اوچتولو پرته په دواړو غاړو کې سوله نه شي راتلى.

د بهرنيو چارو د وزارت د بيان له مخې ښاغلي عزيز ټينګار کړى چې د دواړو لورېو لپاره ضروري ده چې دا ستونزه له خبرو اترو له لارې حل کړي او خبره يې:

"روان کړکېچ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د هغې دوستۍ روح اغېزمنوي چې د ګډ مذهب، کلتور او د دواو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د ژورو اړيکو په بنياد ده."

له بلې خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر زاخېلوال دغه وزارت ته ورغوښتى او د افغان سرحدي ځواوکنو په ډزو کې يې د خپل ميجر علي جواد چنګيزي په وژنه يې ورته سخت احتجاج کړى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر زاخېلوال دغه وزارت ته ورغوښتى
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر زاخېلوال دغه وزارت ته ورغوښتى

دغه وزارت په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت سکرتر اعزاز احمد چوهدري له افغان سفيره غوښتي چې"افغان حکومت دې په فوري توګه په تورخم کې د افغان ځواکونو له خوا د ډزو مخنيوى وکړي."

چوهدري همدا رز د افغانستان هغه تورنه هم رد کړي چې وايي پاکستانيو ځواکونو په تورخم کې پوځي تاسيساتو جوړول د دواړو هېوادونو د هوکړې خلاف دي او ټينګار کوي چې پاکستان پر خپلې خاورې يې دا تاسيسات جوړول تر هغې وروسته پيل کړي چې په تېره مياشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ليدنو کتنو کې پرې موافقه وشوه.

اعزاز چوهدري هم سرحدي تنظيم د دواړو هېوادونو د امنيتي او د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوى لپاره مهم بللى او ټينګار يې کړى چې دواړوه لوري بايد ستونزه په تعميري هماهنګۍ اواره کړي.

تر مخکې په تېرې مۍ مياشت کې هم په تورخم کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د اغزن تار د لګولو له امله د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو پر يو بل تور پورې کړى و چې په نتيجه کې يې تورخم دروازه تر څلورو ورځو تړلې وه، خو بيا وروسته په اسلام اباد کې د افغان سفير او د پاکستاني پوځ د مشر تر ليدنې وروسته دا دورازه بېرته پرانېستل شوه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG