د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

خوستوالو د دولت له وسله والو مخالفینو د سولې غوښتنه وکړه


د خوست قومي مخور او دیني عالمان د حزب اسلامي له مشرتابه سره د افغان حکومت روانې خبرې اترې او د سولې مذاکرې ګټورې بولي او له نور وسله والو ډلو هم غواړي چې د هېواد د ابادۍ او د خلکو د سوکالی لپاره د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

دوی چې د چارشنبې په ورځ د ملي ثبات ټولنې په بلنه په یوه ناسته کې راغونډ شوي وو، سوله او پخلاینه يې د اسلامي شریعت حکم وباله او زیاته يې کړه چې جګړې نه یوازې افغانان له مرګونو او ناخوالو سره مخامخ کړي، بلکې د دې هېواد صنعت، زراعت او تجارت يې هم زیانمن کړی دی.

مفتي مولانا محمدسلیم منصور وویل چې وسله وال دې له جګړو لاس واخلي او په ګډه دې د دې هېواد په امن او پرمختګ کې ګډون وکړي:

"جګړه هغه پدیده ده چې هغه ناخوالې رامنځته کوي، هغه کوڼدې یتیمان جوړوي، هغه د وطن تباهي ده، په وسله والو مخالفینو باندې زه د شریعت له نګاه نه دا غږ کوم، هر چا چې د جګړې مسوولیت تاسو ته ترغاړې کړئ له هغې نه لاس واخلئ، د اللهي قانون په رڼا کې د سولې سره یو ځای شئ، دا وطن نور جوړولو ته اړتیا لري، نور باید د پردیو د غلامی له اسارت نه باید ځان خلاص کړو او دا وطن ټول په ګډه سره جوړ کړو."

مفتي مولانا محمدسلیم منصور وویل چې وسله وال دې له جګړو لاس واخلي
مفتي مولانا محمدسلیم منصور وویل چې وسله وال دې له جګړو لاس واخلي

قومي مشر حاجي حیدرګل منګل وايي چې د حزب اسلامي د مشرتابه سره د سولې د خبرو د بهیر نهايي کول د نورو مخالفو وسله والو ډلو د جګړې په شدت کې لږوالی راولي:

"د حکمتیار راتګ چې هغه یو مخالف لوری وو، د هغه سره وسله وال قوتونه ورسره وو، نن چې د افغانستان د خلکو سره یو ځای کیږي دا هم په سوله باندې تاثیر لري او هم دښمن له شکست سره مخامخ کولای شي."

قومي مشر سمین ځدراڼ هم د افغانستان د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ لپاره سوله اړینه ګڼي:

"زه د ټولو وسله والو مخالفینو نه په ډېر احترام دا تقاضا کوم لکه څرنګه چې انجینر صیب حکمتیار د خپل ځان سره تصمیم نیولی، تاسو هم په همدې ډول د ځان سره تصمیم ونیسئ، تر څو موږ او تاسې په راتلونکې کې یو خوشاله او هوسا افغانستان ولرو."

د خوست یو بل تن قومي مشر وايي، کوم وخت چې په افغانستان کې سوله وه، دلته د هر چا عزت او ژوند خوندي وو، نو د دې لپاره چې په هېواد کې مو کرنه، صنعت او سوداګري پرمختګ وکړي، لازمه ده چې ټول افغانان د خپلو پخوانیو مشرانو په شان خپلې ستونزې د جرګو مرکو له لارې حل وفصل کړي:

"زه رحیم داد د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو قومي مشر یم، مخکې په افغانستان کې څومره ښایسته سوله وه، جوماتونه اباد وو، مدرسې فعالې وې، زموږ تجارت، زموږ صنعت ټول کارونه فعال وو اوس موږ د جنګ نه څه ترلاسه کړل، په جنګ کې کومې ګټې دي، له جنګه مو څه ولیدل، راشئ د خپل پلار نیکه هغه پخواني دودو دوستور جرګې او مرکې ته ور وګرځو."

د خوست قومي مخور او دیني عالمان داسې مهال د سولې خبرو ته د وسله والو مخالفینو د کېناستو غوښتنه کوي چې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د افغان حکومت د سولې خبرې وروستي پړاو ته نږدې شوي او ممکن په نږدې ورځو کې یاده ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG