د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د ملا اختر محمد منصور مړى کوټې ته وړل شوى


د کوټې دولتي ملکي روغتون ته نن سهار دوه مړي راوړل شوي وو، چې د روغتون د حادثاتو په شعبه کې په کفنونو کې نغښتي پراته دي.

د ازادي راډیو خبریال بارکوال میاخیل چې د دغې موضوع په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغه روغتون ته ورغلی دی وايي چې ګومان کېږي د افغان طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور او د هغه د موټرچلوونکي مړي وي.

خبريالانو ته په ازاده توګه اجازه نه ورکول کېده چې دغه جسدونه وګوري او په اړه يې رسنيو ته خبر ورکړي.

د روغتون کارکوونکو چې ځينو رسنيو ته مړي ورښکاره کول، نو بدنونه يې سوځېدلي وو. هغه مړى چې ګومان کېده د ملا اختر محمد منصور به وي، د مخ يوازې يوه برخه يې پاتې وه، خو د پېژندلو نه وو.

دويم مړى د محمداعظم په نامه د هغه تن و چې په احتمالي ډول ويل کېږي ملا اختر محمد منصور يې د نوشکي په احمدوال سيمه کې په موټر کې سپور و او د بې‎پيلوټه الوتکې بريد ورباندې وشو.

په احمدوال سيمه کې په موټر کې سپور و او د بې‎پيلوټه الوتکې بريد ورباندې وشو
په احمدوال سيمه کې په موټر کې سپور و او د بې‎پيلوټه الوتکې بريد ورباندې وشو

محمداعظم د ايران پولې ته نږدې د تفتان سيمې اوسېدونکى بلل شوى چې وايي د نوشکي او تفتان سيمو تر منځ يې موټر چلاوه.

د دغو مړو د طبي معايناتو په اړه رسنيو ته څه ونه ويل شول چې دا مړى د ملا اختر محمد منصور و که څنګه او ماسپښين د درېیو بجو په شاوخوا کې د اېدهي مرستندويې ادارې په يوه امبولانس کې دغه مړى يوه نامعلوم لوري ته يووړل شو.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د رپوټ له مخې د شنبې په ماسپښين يې د بلوچستان په نوشکي سيمه کې د بې‎پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې دوه کسان وژلي چې وايي يو په کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور دى.

هغه سيمه چې امريکايي بې‎پيلوټه الوتکې په کې پر يوه موټر بريد کړى، د نوشکي د (مل کچک) سيمې (احمدوال) نومي ځاى ښوول شوى چې د کوټې لوېديځ لور ته په شاوخوا دوه سوه کيلومټره کې پرته سيمه ده خو بیا له ملي امنیت ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اختر محمد منصور د پاکستان د بلوچستان ایالت په دالبندین سیمه کې له خپلو ملګرو سره یو ځای لمنځه تللی دی.

د تر لاسه شويو معلوماتو په اساس له هغه ځايه- چې د امريکايي بې‎پيلوټه الوتکې بريد په کې شوى- يو پاکستانى پاسپورټ هم ترلاسه شوى چې د ولي محمد په نامه د يوه تن دى او د پلار نوم يې شاه محمد دى او د کلاسيف الله سيمې اوسېدونکى ښوول شوى دى.

د پاکستان هېڅ يوې دولتي ادارې تر اوسه دا نه ده تاييد کړې چې آيا د شنبې په ورځ په نوشکي سيمه کې د امريکا د بې‎پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى تن واقعاً د طالبانو مشر ملا اختر منصور دى که څنګه، خو د امريکا د دفاع وزارت په خپل رپوټ کې ويلي چې د پاکستان او افغانستان حکومت يې مخکې له مخکې له دې بريده خبر کړی و.

د ملا عبدالروف په نامه يوه تن- چې ويل کېږي د طالبانو د کوټې شورا يو غړى دى- اسوشېټيډ پريس ته په خبرو کې منلې چې مشر يې ملا اختر محمد منصور وژل شوى دى.

د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې امريکايي بې‎پيلوټه الوتکې د بلوچستان په خاوره کې د افغان طالبانو مشر په نښه کړ، خو تر دې وړاندې يې په قبايلي سيمو کې شاوخوا څلور سوه بريدونو کې افغان طالبان کم، خو د پاکستاني وسله‎والو طالبانو او القاعده ډلې غړي زيات وژلي دي.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG