د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

کري: ملا منصور د سولې پروسې ته خطر ګڼل کېده


د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، د امريکا يوې بې پېلوټه الوتکې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په نښه کړى دى.

جان کري چې د ميانمار په سفر بوخت دى، نن يکشنبه په يوه کنفرانس کې وويل، ملا منصور ځکه په نښه شوى چې امريکايي پوځيانو، ملکي افغانانو او د سولې خبرو ته يې ګواښ پېښ کړى و.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې د طالبانو پر دغه مشر د حملې په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې ده.

طالبانو هم د ملا منصور وژل کېدل تاييد کړي دي.

د طالبانو د مشر پر وژل کېدو د نړۍ د مشرانو د عکس العملونو په لړ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، ملا اختر محمد منصور امريکايي پوځيانو، ملکي افغانانو او د سولې مذاکرو ته يو ګواښ ګڼل کېده.

جان کري ويلي، د امريکا بې پيلوټه الوتکې د بلوچستان ايالت په يوه ليرې پرته سيمه کې هغه موټر په نښه کړى چې ملا منصور او يو بل تن په کې سپاره وو.

جان کري ويلي، د امريکا بې پيلوټه الوتکې د بلوچستان ايالت په يوه ليرې پرته سيمه کې هغه موټر په نښه کړى چې ملا منصور او يو بل تن په کې سپاره وو.
جان کري ويلي، د امريکا بې پيلوټه الوتکې د بلوچستان ايالت په يوه ليرې پرته سيمه کې هغه موټر په نښه کړى چې ملا منصور او يو بل تن په کې سپاره وو.

ښاغلي کري په ميانمار يا پخوانۍ برما کې خبريالانو ته د دې حملې د دلايلو په اړه وويل:

"د امريکا متحدو ايالتونو يوه دقيقه هوايي حمله وکړه، چې د طالبانو مشر ملا منصور يې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمه کې په نښه کړ. منصور په افغانستان کې امريکايي پرسونل، ملکي افغانانو، افغان امنيتي ځواکونو او د غوڅ ملاتړ د ماموريت غړو ته مسلسل جدي خطر پېښ کړى و."

ښاغلي کري وويل چې ملا منصور د سولې له مذاکرو سره هم په مستقيم ډول مخالفت ښوولى و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل، امريکا له اوږدې مودې ټينګار کوي چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په واسطه د پخلاينې پروسه د سولې د يقيني کولو لپاره تر ټولو ډاډمنه لار ده.

جان کري په خپلو خبرو کې زياته کړه، سوله هغه څه ده چې موږ يې غواړو، خو ملا منصور ورته يو ګواښ ګڼل کېده:

"منصور د تاوتريخوالي د ختمولو هغو هڅو ته يو ګواښ و، چې له کلونو راهيسې افغانان ترې ځورېږي. ده دغه راز په مستقيم ډول د سولې د مذاکرو او د پخلاينې د پروسې مخالفت کاوه. دا هغه وخت دى چې افغانان جګړه ودروي او په ګډه د واقعي غوره راتلونکي جوړول پيل کړي."

وروسته له هغې چې امريکايي او افغان چارواکو د پاکستان په خاوره کې پر ملا اختر محمد منصور د بې پېلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ، پاکستان په دې اړه بېل عکس العمل ښوولى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا نن له اسلام اباده په يوه اعلاميه کې وويل: پاکستان پر طالب مشر ملا اختر محمد منصور د امريکا د بې پېلوټه الوتکې د حملې په باب وضاحت غواړي.

ذکريا وويل پاکستان له طالبانو غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د اوږدمهالې جګړې د پايته رسېدو په خاطر د سولې مذاکرو ته غاړه کښېږدي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري نن وويل د پاکستان صدراعظم نواز شريف ته يې اطلاع ورکړې وه، چې دغه هوايي حمله يوه ورځ مخکې شوې ده. خو ده ونه ويل چې د پاکستان صدراعظم ته يې کله دغه اطلاع ورکړې ده.

وسله والو طالبانو هم د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د ملا اختر محمد منصور وژنه تاييد کړه.

يوه طالب مشر ملا عبدالروف اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وويل، چې منصور د جمعې په شپه ناوخته وژل شوى دى.

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي ملا اختر محمد منصور پرون ماسپښين د بلوچستان ايالت په دالبندين سيمه کې وژل شوى دى.

ملا اختر محمد منصور د تېر کال په جولاى مياشت کې د طالبانو د مشر په توګه ټاکل شوى و.

د بې پېلوټه الوتکې دغه حمله په اسلام اباد کې د څلوراړخيزې ډلې تر پنځمې غونډې څو ورځې وروسته کېږي.

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو ترمنځ د دې غونډې هدف د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې د ځنډېدلې پروسې د بيا پيل پر لارو چارو بحث و.

XS
SM
MD
LG