د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د سولې شورا: له حزب اسلامي سره پر مهمو مسایلو موافقه شوې


د افغانستان د سولي عالي شورا وایي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې په مذاکراتو کې پر مهمو مسایلو موافقه شوې او راتلونکې یکشنبې به دواړه لوري خپل وروستی دریځ اعلان کړي.

د دغې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې د دواړو لورو تر منځ مذاکراتو کې ښه پرمختګ شوی او محدود موارد پاته دي.

د سولي عالي شورا وایي چې د دغې شورا او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره به د سولې خبرې راتلونکې یکشنبې نهایي شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال دا ونه ویل چې له حزب اسلامي سره به د سولې وروستی تفاهم لیک کله لاسلیک کیږي
د سولې د عالي شورا مرستیال دا ونه ویل چې له حزب اسلامي سره به د سولې وروستی تفاهم لیک کله لاسلیک کیږي

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم ازادي راډیو ته وویل چې دواړه لوري پر مهمو ټکو موافقې ته رسیدلي دي.

د نوموړي په خبره له حزب اسلامي سره په مذاکراتو کې اساسي خنډونه له منځه تللي او هیله یې څرګنده کړه چې ډير ژر به پاته موارد هم حل شي.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"له حزب اسلامي سره چې کومې خبرې روانې وې، خبرو کې مخکې تلي یو او کومې اساسي مادې چې وې، تقریباً ورسره توافق ته رسېدلي یو. نو ځيني معمولي خبرې پاته دي چې د یکشنبې په ورځ به له نوېو خبرو سره ستاسو خدمت کې و اوسو."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د مذاکره کوونکي پلاوي او حکومت تر منځ له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په کابل کې د سولې خبرې جریان لري.

دواړو لورېو د خبرو له پېلېدو سره پر یوې ۲۵ ماده یې طرحې بحثونه پيل کړل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تورلېسته د حزب اسلامي د مشرانو د نومونو ایستل، د اسیرانو خوشې کول، افغانستان ته د شمشتو کمپ انتقالول، د شفافو انتخاباتو تر سره کول او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د دقېقې نېټې ټاکل د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب اساسي غوښتنې دي.

خو د سولې د عالي شورا مرستیال دا ونه ویل چې له حزب اسلامي سره به د سولې وروستی تفاهم لیک کله لاسلیک کیږي.

جمهوري ریاست هم د دواړو لورېو تر منځ د وروستي سند د لاسلیک کېدو وخت نه ښيې خو وایي چې د سولې مذکرات د یوې ورځې یا اوونۍ کار نه دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اساسي غوښتنې د ولسمشر تر څیړنې لاندي دي او په خبره یې که دغه غوښتنې د قانون خلاف نه وې نو مثبت ځواب به ورکړي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"تاسو خبر یاست چې ولسمشر په سفر کې دی او ولسمشر ته د حکمتیار صاحب غوښتنې به چې کله له سفره راشي هغه به ګوري او هغه غوښتنې چې د قانون سره او نړیوالو موازینو سره مخالفې نه وي، وبه یې مني."

وموغوښتل په دې اړه د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي نظر هم ولرو خو له پر له پسې تماسونو سره سره بریالي نه شولو.

خو له دې وړاندې د دغه پلاوي یوه غړي کریم امین ازادي راډيو ته ویلي و چې ښایې ځیني کړۍ له حکومت سره د دغه حزب د سولې د موافقت نامې پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

له دې سره-سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرې ګنګې دي.

حاجي سید داود وایي، د حزب اسلامي غوښتنې او د حکومت ځواب باید خلکو ته روښانه وي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG