د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

سرنوشت: حکومت د سولې لپاره اراده او واک نه‎لري


Afghanistan - Kabul daily newspapers, 27 October 2014
Afghanistan - Kabul daily newspapers, 27 October 2014

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د خبرو او د حقاني شبکې له‎خوا د طالبانو د قومندې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، شنونکي وايي حکومت د سولې لپاره اراده او واک نه‎لري او له همدې امله ښايي افغانان په اوږده جګړه کې پاتې شي.

د مطلب لیکوال لیکلي د خلکو تر منځ دغه ناهیلۍ وروسته له هغې راپور ته کېږي چې د وروستیو معلوماتو له مخې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

په مطلب کې راغلي چې ټاکل شوې وه په دې اړه روانه اوونۍ وروستۍ پرېکړه وشي خو ویل کېږي چې حکومت د سولې له خبرو په شا شوی دی.

انیس

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه د سولې د عالي شورا د مرستیال عطا الرحمن سلیم په حواله لیکلي چې د حزب اسلامي سره زموږ د خبرو دا دی یوه نیمه میاشت وشوه او لا هم دوام لري.

په مطلب کې د ښاغلي سلیم له خولې ویل شوي چې په دغو خبرو کې ښه پرمختګونه شوي او د تفاهم‎لیک په ۲۵ مادو کې په ۲۲ سره سلا شوي یوازې درې مادې پاتې دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې حزب اسلامي غوښتي چې دغه تفاهم‎لیک باید د نړیوالې ټولنې له‎خوا هم ومنل شي.

سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د حقاني ډلې له‎خوا د طالبانو د قومندې د خپلولو موضوع ته اشاره کړې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا حقاني شبکې په ټول افغانستان کې د طالبانو د جګړو قومنده خپله کړې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت که څه هم داعش، القاعده او طالبان ګواښونکې ډلې بولي خو د افغانستان امنیت ته یې جدي ګواښ د حقاني شبکه بللې ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور د حقاني شبکې او طالبانو تر منځ د نږدې اړیکو موضوع کومه نوې خبره نه ده خو د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا خبره راپورته کوي چې د طالبانو خپل منځي اختلافات او درزونه ورځ تر بلې په پراخېدو دي.

کابل پوسټ

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې همدې موضوع ته اشاره کړې لیکلي یې چې د افغانستان په دننه په روانه جګړه کې د حقاني شبکې لاس دی چې ویل کېږي د نورو ترهګرو ډلو په څېر د دې ډلې مرکز هم په پاکستان کې دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د دغې دلې رول تر هغې وروسته پیاوړی شو چې د طالبانو نوي مشر د دې ډلې مشر سراج‎الدین حقاني خپل مرستیال غوره کړ.

د سرمقاله لیکونکي په باور، حقاني شبکه چې امریکا او متحدینو یې ترورېستي ډله نومولې کولای شي طالبان ډېر پیاوړي او د افغان جګړې لپاره تیارسی کړي او دا وېره په داسې حال کې پیدا کېږي چې په افغانستان کې سږنی دوبی هم د جګړې تنور تود دی.

XS
SM
MD
LG