د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

"د بغداد زرغون زون د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی"


د عراق د پلازمېنې بغداد په زرغون نومې سیمه کې چې د امریکا د سفارت په ګډون دولتي ودانۍ په کې موقعیت لري، وضعیت د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

دا خبره د عراق صدراعظم په یوه بیان کې کړې ده.

په زرغون زون کې وضعیت وروسته له هغې د امنیتي ځواکونو له کنټروله ووت چې د شیعه روحاني مشر مقتدی صدر سلګونو پلویانو د شنبې په ورځ پر سیمې یرغل وکړ، د پارلمان په ګډون یو شمېر دولتي ودانۍ یې ونیولې.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي وایي، د بغداد زرغون زون چې مظاهره کوونکو پرې یرغل کړی او ودانۍ یې نیولې وې، د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

عبادي د شنبې د ورځې ناوخته د یوه بیان په خپرولو سره له مظاهره کوونکو وغوښتل چې سوله ییزه مظاهره وکړي او د دولتي ادارو ملکیتونو ته زیان ونه رسوي.

ډېرو مظاهره کوونکو د یکشنبې د ورځې له سهاره د پارلمان له ودانۍ څخه وتل پیل کړي او یو شمېر نور ودانۍ ته نږدې خیمې دروي چې ظاهراً د یوه کمپ جوړولو ته تیاری نیسي.

امنیتي ځواکونو د قهرجنو مظاهره کوونکو د مخنیوي لپاره له اوښلن ګازو څخه کار واخیست او هوایي ډزې یې وکړې.

مظاهره کوونکو وروسته له هغې پر سیمې یرغل وروړ چې د پارلمان غړو په حکومت کې د اصلاحاتو لپاره له رایې ورکولو ډډه وکړه.

په یو شمېر ټلوېزیوني صحنو کې ظاهراً لیدل کېږي چې مظاهره کوونکي د پارلمان د ودانۍ دننه مېز او څوکۍ ماتوي.

د عراق د پوځ ویاند جنرال سعد مان وویل، عراقي امنیتي ځواکونو په بغداد کې اضطراري حالت اعلان کړی دی.

مقتدی صدر له نجف څخه په ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د دوو میاشتو لپاره په عام محضر کې له ښکاره کېدو ځان لیرې ساتي او د خلکو یوه پراخ پاڅون ته سترګې په لاره دی.

مقتدا صدر
مقتدا صدر

هغه زیاته کړه:

"زه نن له خلکو سره ولاړ یم نه له بل چا سره او له هغوی پرته چې رېښتیني اصلاحات غواړي، له نورو ټولو سیاستوالو سره بایکاټ کوم، په ټول وضاحت او صداقت سره د فاسدانو د مارش د مخنیوي لپاره د خلکو پراخ پاڅون او ستر انقلاب ته انتظاریم."

سیمه ییزو ټلوېزیونونو د عراق صدراعظم العبادي وښود چې په زرغون سیمه کې له خپلو ساتونکو سره ګرځي.

مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې هغه یوه نامعلوم پټ ځای ته تښتېدلی دی.

هغه امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې هغه مظاهره کوونکي عدالت ته راوکاږي چې د بغداد زرغون زون ته ننوتي، د پارلمان پر غړو او امنیتي ځواکونو یې حملې کړي او دولتي ملکیتونو ته یې زیان رسولی دی.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو دفتر چې ودانۍ یې په همدې زون کې ده، د دغو مظاهرو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اروپایي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې فېدریکا موغېریني پر دغو مظاهرو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه به کړکېچن حالات نور هم خراب کړي.

یوه امریکایي چارواکي وویل، په بغداد کې یې سفارت نه دی تخلیه شوی.

XS
SM
MD
LG