د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د خوست مدني فعالانو د شپې په تیاره کې برېښنا وغوښته


د دوشنبې ورځې په تیاره ماښام کې لسګونه مدني فعالان او ښاریان د خوست ښار په سړکونو او جادو کې وګرځیدل او له افغان حکومت څخه يې یاد ولایت ته د برښنا د لېږدولو غوښتنه وکړه.

دوی وویل چې د نورو سیمو په شان د خوست صنعت، سوداګري او پرمختګ هم په دایمي برښنا پورې تړلي دي.

مدني فعال اسد بشر ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر په اتلسو میاشتو کې یاد ولایت ته د وارداتي برښنا د لېږد ژمنه کړې وه، خو د یو کال تر تېریدو وروسته هم د دې کار عملي بهیر نه ترسترګو کیږي.

اسد بشر زیاتوي:

"زموږ سره وروستۍ هیله داوه او وروستۍ وعده دا راسره شوې وه، چې په اتلسو میاشتو کې به خوست ته برښنا ورکول کیږي، اما اوس دوولس میاشتې تیرې شوي دي او یوازې شپږ میاشتې پاتې دي، موږ د ولس مشر څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې دا وعده پر ځای کړي او زموږ هیله راپوره کړي."

د خوست مدني فعالان زیاتوي چې د دوی حرکتونه به پراخیږي او که يې غوښتنې ونه منل شوې، نو دا حرکت به تر پلازمینې کابل پورې وروغځوي.

مدني فعال فیض الله غمخور پدې اړه وايي:

"مدني فعالانو دا حرکت چې نن شپه يې په خوست ښار کې پیل کړی دی، د حرکت دویمه کړی ده، دریم ګام په خوست کې یو لاریون دی، وروسته په مرکز کابل کې خیمې ولګوو، تر څو چې حکومت زموږ په غوښتنو غور نه وي کړی موږ به له خپل حرکته لاس وانخلو."

د خوست مدني فعالان زیاتوي چې د دوی حرکتونه به پراخیږي
د خوست مدني فعالان زیاتوي چې د دوی حرکتونه به پراخیږي

فیض الله غمخور وړاندې وايي چې د جمهور رييس دویم مرستیال سرور دانش د دوشنبې پر ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې د برښنا مساله یاده کړې ده او د هغې له محتوا داسې مالومیږي، چې خوست ته د برښنا په لېږد کې حکومت په یوه خوله نه دی.

مدني فعال او د سولې پیغام راډيو مشر زاهدشاه انګار برښنا د ټولو خوستوالو ګډه غوښتنه بولي او وايي چې د خوستوالو دا غوښتنه جدي ده:

"پدې ښار کې پدې توره تیاره کې د خوست مدني فعالان او ځوانان راټول شوي دي او ټول په یو غږ وايي چې دوی برښنا غواړي، د خوست ښار چې تیاره دی نو په کلیو او بانډو کې به څه حال وي، برښنا خوستوال هر وخت غواړي، هغه تشې وعدې چې تر اوسه زموږه سره شوي دي، موږ وایو چې دا دې عملي شي او موږ يې جدي غوښتنه کوو."

د یادونې وړ ده افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۳ مه خوستوالو سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې ویلي ول، چې په ټاکنیز کمپاین کې له خوستوالو سره د برښنا په ګډون دده د نورو کړو ژمنو د عملي کیدو وخت رارسیدلی او دی به هغه ټولې غوښتنې یوه په بله پسې عملي کړي، خو خوستوال وايي چې په هماغه نيټه ولسمشر ژمنه وکړه، چې په اتلسو میاشتو کې به خوست ته برښنا د لېږد کار تکمیل شي، خو نولس میاشتې وروسته هم د برښنا د لیږد کار عملي جریان نه ترسترګو کیږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG