د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د خوست چارواکو د ځنګلونو په ساتنه کې د سیمې د خلکو همکاري وغوښته


د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

د خوست ولایت چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت د سپېرې او تڼیو ولسوالیو په اړوندو سیمو کې یوولس تنه د ځنګلونو د وهلو په تور نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته يې ورپيژندلي دي.

دوی زیاتوي نیول شوېو کسانو سره درې عرادې باروړونکي ګاډي، موټر سایکلونه او د ونو د پریکولو وسایل هم نیول شوي دي.

بل خوا د خوست ځايي چارواکو د ونو د پریکولو په مخنیوي کې د ټولنې د مخورو کسانو د مرستې غوښتنه کوي او ځنګلونه د اوسني او راتلونکو نسلونو ګډه طبیعي شتمني بولي.

د شنبې ورځې ناوخته خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډيو سره په ځانګړو خبرو کې د یاد ولایت په یو شمېر سیمو کې د ځنګلونو د وهلو پر دوام انديښنه څرګنده کړه او په دې اړه يې د سپیرې او تڼیو ولسوالیو پر پوله د یوولس ځنګل وهونکو د نیولو یادونه وکړه.

ده وویل، یاد کسان تېره ورځ د امنیتي کسانو لاسته لویدلي او دوی سره درې بارداره موټر او د ځنګلونو د وهلو نور تخنیکي وسایل هم نیول شوي دي.

حکم خان حبیبي زیاتوي:

"د تڼیو او سپیرې ولسوالۍ په سرحد کې زموږ یو شمېر وروڼو په غلطۍ ځنګلونه قطع کړي وو، اړوند ولسوال ته دنده ورکړل شوه چې ځنګل وهونکي ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري، د دوی سره درې عرادې موټر، موټر سایکلونه او اړونده وسایل هم نیول شوي دي، د دوی دوسیه تر تحقیق لاندې ده چې تر تکمیل وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپيژندل شي."

خوست والي د خلکو کمزوری اقتصادي حالت، بې کاري او د ځنګلونو پر اهمیت نه پوهیدل هغه لاملونه په ګوته کوي چې له کبله يې خلک د ځنګلونو وهلو ته مخه کوي.​

خوست والي وړاندې وايي:

"د خلکو اقتصادي ضعف، فقر، بیکاري، غربت، د سونګ د موادو نشتوالی یا هم د ځنګلونو د اهمیت نه د خلکو ناخبري هغه دلایل وو چې د ځنګلونو د پریکولو سبب ګرځیدلي دي، متاسفانه دا لړۍ په خوست کېهم لیدل کېده او اوس هم ځای، ځای دا مشکل لیدل کیږي."

حکم خان حبیبي د خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو په ساتنه کې دې همکاري وکړي، ځکه دده په خبره ځنګلونه د اوسنيو او راتلونکو نسلونو ګډه طبعي شتمني ده.

حکم خان حبیبي د خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو په ساتنه کې دې همکاري وکړي
حکم خان حبیبي د خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو په ساتنه کې دې همکاري وکړي

ده ډاډ څرګند کړ چې سیمه ییزه اداره به د ځنګلونو بیارغونې ته هم جدي پاملرنه وکړي:

"په دغه برخه کې پر مشرانو، د مدني ټولنې پر استازو، د رسنیو پر استازو، پر علماوو او په ټولو غږ کوم چې پرینږدي چې خدای مکړه، دا لویه شتمني چې د راتلونکو نسلونو حق شمېرل کیږي، په بې رحمانه شکل باندې ضایع او قطع شي، پدې برخه کې به زموږ هلې ځلې دوام لري، نه یوازې د ځنګل وهلو په مخنیوي کې بلکې د ځنګلونو په بیا احیاء کې به هم خپلې هڅې روانې وساتو."

یاده دې وي، د افغانستان د ځنګلونو د چارو د تنظیم د قانون د اومې مادې پر اساس هېڅوک حق نلري چې ځنګلونه تخریب، اره او حتی په زراعتي سیمو يې بدل کړي.

په قانون کې زیاته شوې، کچیرې په ځنګلي سیمو کې د ټولګټو پروژو د پلي کیدنې اړتیا پيښيږي، بیا هم په اړه يې د وزیرانو شورا د مجلس پریکړه شرط ده، د خوست د منګلو، ځدراڼو او تڼیو غرونه ځنګلونه لري، خو په وروستیو څلورو لسیزو کې د دې ځنګلونو ډېره برخه په پټه او غیر فني توګه وهل شوې ده.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG