د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

په خوست کې کلتوري هڅو په ځوانانو کې هېوادپالنه پیاوړې کړې


د خوست یو شمېر فرهنګیان او روڼ اندي وايي چې په یاد ولایت کې روانو علمي او کلتوري هڅو د ځوانانو په لیکو کې د هېوادپالنې روحیه پیاوړې کړي او د دوی سیاسي او ټولنیزه پوهه يې زیاته کړې ده.

دوی زیاتوي چې د فرهنګیانو هڅې د دې لامل شوي چې نور ځوانان هم د هغو څخه په الهام او تاثر ټولنیز او کلتوري پروګرامونه لیرې سیمو ته ولیږدوي او په ځانګړي ډول ځوان کهول پرې راټول شي.

د پنجشنبې په ورځ په دې اړه د خوشال بابا فکري بهیر په ادبي دستوره کې یو شمېر ځوانانو ازادي راډيو ته وویل، که چېرې دا حرکتونه دوام پیدا کوي، نو دا به د افغانستان د هوساینې او د دې هېواد د اوږدمهاله ثبات لپاره ډېر ګټور تمام شي.

لیکوال او د نظر خاوند رفیق جنبش وايي:

"د فکري رغښت یا د هغې د جوړښت لپاره تر ټولو نه مهمه مساله داده، چې داسې کلتوري او فرهنګي بهیرونه رامنځته شي، دې کار د وطنپالې حس دومره راپارولی دی، چې بهیرونه جوړ کړي، مشاعرې جوړې کړي، د ټولګټو پروژو لپاره هلې ځلې وکړي، که مو ځوانان په همدې روحیه باندې را لوی شول دوی به رښتیا د افغانستان د خدمت، د افغانستان د رفا او پایښت لپاره یوه څه وي."

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد نورالله ښاد لیونخېل د کلتوري ټولنو اغېز له دې کبله ډېر بولي چې په دې کې ځوانان د اکاډمیکو او مسلکي موسسو د محصلانو په شان د مجبوریت له مخې نه بلکې د ذوق او دلچسپی له مخې برخه اخلي.

ښاغلي لیونخېل زیاته کړه:

"په دې فرهنګي او کلتوري ناستو کې کوم لیکچرونه چې دي، د پوهنتون او تعلیمي موسسو سره کوم بیلوالی چې لري، ښېګڼه يې داده چې محصل د یو چپټر په لوستلو مجبور ندی، دلته د ده د ذوق مسله ده، کچېرې د مسالې سره يې دلچسپي وه، راځئ هلته کېني او بیا د ذول له مخې زده کړه بیا بېل خوند لري، نو په دا ډول ناستو کې چې څوک د دلچسپی له مخې برخه اخلي، طبعاً د هغې اغېز به هم ډېر خوندور، ډېر په زړه پورې او مثمر وي."

په اوسني وخت کې د ځوانانو په منځ کې د علمي مسایلو د زده کولو او نورو کسانو ته يې د لېږدولو خبره ډېره شوې ده.

لیکوال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي وايي چې اوسمهال په فکري لحاظ د ځوانانو په لیکو کې بنیادي تحول رامنځته شوی دی:

"له نیکه مرغه ځوان نسل د پخوانیو مشرانو نه په الهام اخیستو هڅه کوي، چې خپل نوي مالومات حاصل کړي او نورو ته يې هم ولیږدوي، نو دا یو بنیادي تحول دی چې نن ورځ د خوست په ټولنه کې په علمي، فرهنګي، کلتوري او نورو برخو کې منځته راغلي دي."

یاده دې وي، که څه هم له نږدې یوې نیمې لسیزې راوروسته د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ادبي او کلتوري برنامې او دستورې جوړیږي، خو کتونکې بیا هغه برنامې ګټورې بولي، چې د نورو ښېګڼو تر څنګ د ځوانانو لپاره د زده کړو او د دوی د فکري استعدادونو په غوړیدلو کې اغېزمنې تمامې شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG