د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

ایوب زاده: د ولسمشر د فرمان حقوقي وضعیت دې معلوم شي


د غوراوي کمېټې مسوولین وايي، د دې کمېټې د کار د پیلولو لپاره باید د انتخاباتي اصلاحاتو په هکله د جمهور ريیس د تفنیني فرمان حقوقي وضعیت مشخص شي.

د دې کمېټې غړی محمد نعیم ایوب زاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، دې کمېټې د سې شنبې د ورځې په غیر رسمي ناسته کې تصمیم ونیو چې دا فرمان دې ژر تر ژره واضح شي.

د غوراوي د کمېټې مسوولین له حکومته غواړي چې د ولسمشر د فرمان د حقوقي اړخ د څیړلو لپاره دې، دغه فرمان ملي شورا ته واستول شي چې له سترې محکمې سره پرې خبرې وکړي.

د دې کمېټې غړي محمد نعیم ایوب زاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هرکله چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان واضح شي، د غوراوي کمېټه به خپل کار په رسمي توګه پیل کړي.

ښاغلي ایوب زاده وویل، د دې کمېټې غړو د سې شنبې په ورځ تصمیم ونیوه چې د جمهور رییس د تقنیني فرمان وضعیت دې ژر تر ژره روښانه شي.

ښاغلي ایوب زاده زیاته کړه:

"تصمیم داسې ونیول شو چې دا فرمان یا پارلمان ته ولیږل شي او یا دې پرې له سترې محکمې سره خبرې وشي څو د تېر په څېر له ستونزو سره مخ نه شو. دا ځکه چې پخوا تر دې هم یو فرمان صادر شو خو ولسي جرګې رد کړ. موږ یو ځل کار پیل کړ خو بیرته مو ودراوه."

ښاغلي ایوب زاده دا هم وویل، تر اوسه د انتخاباتي کمېسیونونو د غړېو د نومولو لپاره کوم اقدام نه دی شوی خو د جمهور ريیس د فرمان د حقوقي اړخ له روښانېدو سره سم به، په دې هکله ګام پورته کړي.

د جمهور رييس د وروستي فرمان له مخې د غوراوي د کمېټې غړي له ۹ کسانو څخه ۷ ته کم او د رسنیو او اداري اصلاحاتو د استازېو پرځای په کې، دوه نور کسان ځای پرځای شوي دي.

د غوراوي کمېټه دنده لري چې له څېړنو وروسته د انتخاباتي کمېسیونو د غړېو لپاره کسان غوره او جمهور ريیس ته یې پیشنهاد کړي.

له هغې وروسته به ولسمشراووه کسان د انتخاباتو خپلواک او پنځه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړیتوب ته وټاکي.

د ښاغلي ایزد یار په باور له اصلاحاتو پرته انتخابات ناممکن دي او مدني ټولنې هم پر دې موضوع تاکېد کوي.
د ښاغلي ایزد یار په باور له اصلاحاتو پرته انتخابات ناممکن دي او مدني ټولنې هم پر دې موضوع تاکېد کوي.

هڅه مو وکړه چې د ولسمشرد فرمان په اړه د حکومت نظر ولرو خو مسئولین خبرو کولو ته حاضر نه شول.

په ورته وخت کې د ملي شورا ځیني غړي هم تاکېد کوي چې ډیر ژر دې د دې فرمان وضعیت روښانه شي، څو د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات پر ټاکلي وخت ترسره شي.

د مشرانو جرګې غړي محمد علم ایزد یار په دې اړه ازادي راډیوته وویل:

"موږ هیله مند یو، هغه فرمان چې نوی یې صادر کړی، د هېواد د اساسي قانون سره سم یې واستوي، دا د قانون حکم هم دی. د افغانستان خلک د ۱۳۹۳یم کال په انتخاباتو کې نیمګړتیاوو ته په کتو سره، په انتخاباتي نظام کې اصلاحات غواړي."

د ښاغلي ایزد یار په باور له اصلاحاتو پرته انتخابات ناممکن دي او مدني ټولنې هم پر دې موضوع تاکېد کوي.

ایزد یار دا هم وايي، که د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات په ټاکلي وخت ونه شي، د انتخاباتو پر پروسې او حکومت به د خلکو باور کم شي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG